شاته

عربي متحده امارات د فرانسې نه ۸۰ جنګي جیټ الوتکې اخلي

عربي متحده اماراتو د فرانسې د ۸۰ رافایل جنګي جیټ الوتکو پیرودلو لپاره د ۱۴ میلیاردو یورو په ارزښت تړون پداسې حال کې نن جمعه ډسمبر ۳ (لیندۍ۱۲) لاسلیک کړ چې د فرانسې جمهور رئیس ایمانیول مکرون د خلیج هیوادونو ته په سفر تللی او لومړنی تم ځای یې عربي متحده امارات دي.

تر اوسه هیڅ یو بهرني هیواد د فرانسې څخه په دومره لوړ شمیر د رافایل جنګي جیټ الوتکې ندي اخیستي.

د فرانسې جمهورر رئیس د خپل دوه ورځني سفر په پیل کې د ابو ظبهي د شهزاده شیخ محمد بن زاید سره وکتل او ټاکل شوې سعودي عربستان او قطر ته هم ولاړ شي.

د دغو جنګي جیټ الوتکو تر څنګ متحده عربي اماراتو د فرانسې نه د ۱۲ نظامي ترانسپورتي الوتکو اخیستو تړون هم لاسلیک کړ چې ۱۷ ملیارده یورو ارزښت لري.

د فرانسې د جمهور رئیس دفتر پدې هکله په یوې اعلامیې کې ویلي، "دا د دواړو هیوادونو ترمنځ د ستراتیژیکې همکارۍ نتیجه ده چې غواړي د خپلې خپلواکۍ او امنیت لپاره خپل ظرفیتونه قوي او په ګډه عمل وکړي".

عربي متحده امارات په نړۍ کې پنځم هیواد و چې د فرانسې نه په ډیر شمیر نظامي او دفاعي وسایل اخلي. د پارلمان په یو راپور کې ویل شوي چې اماراتو د ۲۰۱۱ نه تر ۲۰۲۰ پورې د فرانسې نه د ۴.۷ میلیارده یورو په ارزښت دفاعي وسایل اخیستي.

په فرانسې کې وروسته تر هغه په اماراتو د وسلو په پلورولو انتقاد وشو چې ځینې دا وسلې په یمن کې د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلافي ځواکونو چې امارات یې هم غړی دی، په حوثي یاغیانو وکارول شوې.

د فرانسې د دفاع وزیرې فلورینس پارلي په عربي متحده اماراتو د الوتکو د پلور دا تړون "تاریخي" وباله او زیاته یې کړه چې د سیمې د ثبات سره په مستقیمه توګه مرسته کوي. ټاکل شوې عربي متحده اماراتو ته د دې الوتکو لیږد په ۲۰۲۷ کال کې پيل شي.

د عربي متحده اماراتو تر څنګ قطر تر اوسه د فرانسې نه ۳۶ دا ډول الوتکې پیرلي او مصر بیا په ۲۰۱۵ کال کې د ۲۴ او د همدې کال په سر کې د ۳۰ نورو الوتکو د اخیستو فرمایش ورکړی.

د دې هیوادونو تر څنګ هند، یونان او کروشیا هم د فرانسې د رافایل جنګي جیټ الوتکو مشتریان دي.