شاته

پنجاب: سيالکوټ کې ګڼو خلکو سري لنکن وګړی په تشدد وژلی، جسد یې ورله سوځولی دی

د پاکستان د پنجاب صوبې په سيالکوټ سيمه کې په مبيينه توګه د مذهب د سپکاوي په تور يو سري لنکن وګړی ګڼو خلکو په تشدد وژلی او بيا يې ورله جسد هم سوځولی دی. خو پوليس په رسمي ډول دغه تور نه دی تاييد کړی چې دغه تن د مذهب د سپکاوي په تور وژل شوی دی.

د پاکستان د ځايي میډيا ترمخه سري لنکن وګړی چې پېژندګلو يې د پريانتا کمارا په نوم شوې، هغه د سيالکوټ په وزيراباد روډ په يوه کارخانه کې اېکسپورټ يا بهر هېوادونو ته د سامانونو لېږلو په څانګه کې منېجر وو.

د سيالکوټ د پوليسو مشر (ډي پي او) عمر سعيد ملک ځايي ميډيا سره په خبرو کې پېښه تاييد کړې چې په کارخانه کې ګڼو کسانو په دغه تن تشدد کړی او وژلی یې دی.

پوليس افسر ویلي د پېښې علت مالوموي چې دغه تن ولې وژل شوی دی.

خبريال مبشر زېدي په ټويټر ویلي،

"د سيالکوټ د لوبو د سامانونو جوړولو په کارخانه کې د سري لنکا په منېجر د مذهب د سپکاوي تور لګول شوی ګڼ خلک راټول شوی او د ټي اېل پي کسانو د ډنډو په لاس د کارخانې په دیوال ور دانګلي، په سوونو کسان راټول شوي، دغه تن يې وژل شوی او بيا يې ورله جسد سوځولی دی".

د راپورونو ترمخه قهرجنو مظاهره چیانو بيا د وزیراباد غټ سړک بند کړی، خو وروسته پوليس چارواکو ويلي حالات يې قابو کړي دي.

د پنجاب وزير اعلا عثمان بزدار ويلي د سیالکوټ په بوږنوونکې پېښه خواشينی دی، او پوليس ته یې د پېښې د پلټنو لارښوونه کړې ده.

هغه ویلي چاته اجازت نشته چې قانون په خپل لاس کې واخلي. هغه ويلي باور ورکوي چې په دې پېښه کې څوک ککړ وي هغه به معاف نه کړی شي.

په پنجاب صوبه کې دا پېښه په داسې حال کې مخې ته راغلې چې په 28 نومبر د خېبرپښتونخوا په چارسده ضلع کې په يو تن د قران سوځولو تور لګول شوی او بيا قهرجنو خلکو د پوليس نه غوښتي چې دغه تن ورته وسپاري خو د پوليس په انکار بيا خلکو يوه تاڼه او څلور چوکۍ سوځولې وې.

په پاکستان کې وخت په وخت د مذهب د سپکاوي د تورونو خبرونه مخې ته راځي.

د بشري حقونو نړیوال او ځايي تنظيمونه وايي په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي تورونه اکثره د شخصي دښمنو تربګنو په ترڅ کې لګول کيږي او دغه تورونه د لږکيو پرضد هم کاريږي.