شاته

ملګري ملتونه: د افغانستان ګاونډي ملکونه دې افغانانو دپاره خپل سرحدونه ازاد وساتي

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د افغانستان د ګاونډیو ملکونو نه غوښتلي چې د افغان کډوالو دپاره دې خپل سرحدونه ازاد وساتي ځکه چې افغانان د خرابېدوونکو حالاتو له امله د ملک نه وتل غواړي.

یو اېن اېچ سي ار د شورو، چهارشنبې، په ورځ په خپله غوښتنه کې وویل د افغانستان ګاونډي ملکونه دې هغو افغانانو دپاره دې هم پولې ازادې وساتي چې د سفر دستاوېزات نه لري.

یو اېن اېچ سي ار په یو بیان کې وویل د اګست په میاشت کې په افغانستان د طالبانو د واکمنېدو راهسې ایران، پاکستان او تاجکستان په زیاتېدوونکي شمېره کې افغانان ستانه یا ډي پورټ کړي دي.

یو اېن اېچ سي ار وویل د افغانان هېواد ته په زور د ستنولو عمل دې ودرول شي ځکه چې په هېواد کې په ممکنه ډول د زور زیاتي سره مخامخ کېدلی شي او اقلیتونه او فعالان په افغانستان کې په هدف کړی شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې په بیان کې وویل يو اېن اېچ سي ار په هغو ټولو ملکونو غږ کوي چې نوي افغانان ورځي چې د نړیوال تحفظ غوښتوونکو دپاره دې خپل سرحدونه ازاد وساتي.

يو اېن اېچ سي ار د افغانستان په ګاونډیو ملکونو افغانانو سره د مرستې غوښتنه په داسې حال کې کړې ده چې نړیوالې خبرداری کړی چې افغانستان د اقتصادي او بشري بدحالۍ سره مخامخ دی.

د مېرمنو او انساني حقونو او د ترهګرۍ په اړه د تشویش په سر نړیوالې ټولنې طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي او د طالبانو سره نېغ په نېغه امداد نه کول غواړي.

د ای اېف پي خبري ادارې ترمخه په افغانستان د طالبانو د واکمنېدو نه پس د هېواد د نیمايي نه زیاته ابادي د خوراک د سخت کمي د خطر سره مخامخ ده شوي ده او افغانان په بېړنۍ توګه امداد ته ضرورت لري.

نړیوالې ټولنې د طالبانو نه غوښتلي چې ټول شموله حکومت دې جوړ کړي او د طالبانو په موقتي کابینه کې د مېرمنو په نشتوالي یې تشویش څرګند کړی دی.

په افغانستان کې د خرابېدوونکي بشري صورتحال په اړه د امریکې او طالبانو استازو هم خبرې کړي دي.

په قطر کې د ګل، دوشنبې، او نهې، نهې، سه شنبې د دوو ورځو په خبرو کې افغانستان دپاره امریکايي استازي ټامس وېسټ د امریکايي پلاوي مشري وکړه او د طالبانو د پلاوي مشري د طالبانو خارجه وزیر مولوي امیر خان متقي کوله.

د امریکې خارجه وزارت یا سټېټ ډپارټمنټ وویل په دغو خبرو کې امریکې ژمنه وکړه چې په افغانستان کې د صورتحال د مخنیوي دپاره امریکا د ملګرو ملتونو مرسته کوي.

د رویټرز خبري ادارې ترمخه، سټېټ ډپارټمنټ وویل د طالب استازو سره خبرو کې امریکايي مامورینو په افغانستان کې د انساني حقونو د خلاف ورزیو په اړه په رپورټونو ژور تشویش څرګند کړو او غوښتنه یې وکړه چې طالبان دې د عامې معافۍ خپل اعلان د عملي کوولو او د ټول شموله او نمانیده حکومت جوړولو دپاره اضافي ګامونه واخلي.

امریکايي مامورینو دا هم وغوښتل چې طالبان دې د خپلو لوظونو سره سم په ټول ملک کې جېنکو او ښځو ته د هرې کچې تعلیم ته د رسايي مساوي موقعې ورکړي.

ټامس وېسټ سره د طالب استازو د خبرو په اړه د طالبانو د د خارجه وزارت ترجمان عبدالقهار بلخي وویل دواړو خواو په سياسي، اقتصادي، بشري، صحي، تعليمي او امنيتي موضوعاتو بحث وکړو او د مرستو د رسولو او د بېنکونو او نغدو پیسو د رسولو دپاره د اسانتیاو په برابرولو خبرې وکړې.

په ټوېټر خپل یو پېغام کې بلخي وویل د طالبانو پلاوي امریکايي مامورینو ته د امنيت ډاډ ورکړ، غوښتنه يې وکړه چې د افغانستان منجمد پيسې دې بغېر د څه قيد او شرط خلاصي شي، تورفهرست او په طالبانو بنديزونه دې ختم کړی شي.