شاته

قرغیزستان کې ۱۵ تنه د کودتا د طرحې په تور نیول شوي

د قرغیزستان د امنیتي خدماتو ادارې نن د نومبر په ۲۶ (لیندۍ ۵) وویل چې د یوې ډلې ۱۵ فعال غړي یې نیولي چې پدې هیواد کې یې د پارلماني انتخاباتو وروسته د کودتا کولو طرحه جوړه کړې وه.

دغې ادارې ویلي چې د پارلمان یو شمیر وکیلان او ددې هیواد د مخکني حکومت مقامات په نیول شویو کسانو کې شامل دي.

ټاکل شوې چې سبا د نومبر په ۲۷مه په قرغیزستان کې پارلماني انتخابات ترسره شي.

د قرغیزستان د ملي امنیت کمیټې زیاته کړې چې دغې ډلې غوښتل په زرګونو "پاریدلي" ځوانان جذب کړي؛ هغه کسان چې ددې ډلې د پللان په اساس ټاکل شوې وه د پارلماني انتخاباتو د نتیجو په اعتراض کې مظاهرې وکړي.

ددې کمیټې په اعلامیه کې راغلي دي چې دغې ډلې غوښتل د قرغیزستان په پلازمینه بیشکیک کې پراخې مظاهرې وکړي چې وضعیت ګډوډ کړي، د امنیتي ځواکونو سره نښتې وهڅوي او په پای کې په زور زیاتي سره واک ترلاسه کړي.

ددې هیواد مقاماتو زیاته کړې چې نه انکار کیدونکي مدرکونه یې ترلاسه کړي چې له مخې یې دغې ډلې د پارلمان د مرستیالانو په ګډون د مشخص سیاسي مخرب ځواک په مشرۍ په جنایي فعالیتونو لاس پورې کاوه.

ددې کمیټې په اعلالمیه کې د دغو کسانو نومونه ندي ذکر شوي خو مقاماتو ویلي چې ددغې تورنې ډلې له دفتر څخه یو شمیر وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي.

قرغیزستان د ۱۹۹۱ کال راهیسې چې د پخواني شوروي اتحاد څخه یې خپله خپلواکي اخیستې، تر اوسه د دریو جمهورو رئیسانو د ګوښه کېدو شاهد پاتې شوی.