شاته

په امریکا کې د تېنکس ګوینګ دستوره لمانځل کېږي

امریکایان د نومبر د میاشت د اخېري زیارت، پنجشنبې، په ورځ د تېنکس ګوینګ یا د شکر ادا کولو دستوره لمانځي، په دې ورځ د کورنۍ غړي یو ځای کېږي، په کورونو کې خصوصي خوراکونه او ټرکي یا خړتمیان پخیږي، میلې وي او خلک خوشحالۍ کوي.

د تېنکس ګوېنګ په ورځ عامه رخصتي وي، سکولونه، حکومتي دفترونه، زیاتره کاروبارونه او زیاتره دوکانونه تړل شوي وي.

د تېنکس ګوېنګ په موقع د کورنۍ غړي یوځای کېږي او ګڼ شمې امریکایان د خپلوانو سره د لیدلو دپاره سفرونه کوي.

د رویټرز خبري ادارې ترمخه، د کرونا وبا د مخنیوي دپاره د تېر کال د بندیزونو په مقابل کې به امریکایان د 2021 تېنکس ګوینګ دستوره په نسبتاً زیاتو عادي حالاتو کې ولمانځي او د تېر کال په مقال کې چې د ټولبند پابندۍ تر ډیره حده نرمې شوي دي امریکایان به په زیات تعداد کې د فټ بال مېدانونو ته ورشي، په پرېډونو کې به ګډون وکړي او د کورنیو سره به په زیاته ازادۍ کې خوشحالۍ وکړي.

د تېنکس ګوېنګ په موقع د کورنۍ غړي یوځای کېږي او ګڼ شمې امریکایان د خپلوانو سره د لیدلو دپاره سفرونه کوي
د تېنکس ګوېنګ په موقع د کورنۍ غړي یوځای کېږي او ګڼ شمې امریکایان د خپلوانو سره د لیدلو دپاره سفرونه کوي

په 2020 کې چې د کرونا وایرس دلاسه خلک په زیاته شمېره کې ناروغه کېدل او د وبا دلاسه د خلکو د مړینې شرح هم زیاته وه رویټرز وايي ګڼ شمېر امریکایانو د تېنکس ګوېنګ دستوره د کورنۍ غړو سره د انټرنېټ او د زوم دلارې ولمانځله.

رویټرز وايي د یوې اندازې ترمخه سږ کال به 53.4 مېلین امریکایان خپلوخپلوانو سره تېنکس ګوینګ د لمانځلو دپاره سفر وکړي چې د تېر کال په مقابل کې د خلکو په سفر کې 13 فیصد زیاتوالی دی. اندازه ده چې هوايي سفر به تر 91 فیصد پورې بحال شي.

امریکایان د کله راهسې تېنکس ګوینګ لمانځي

د 1789 کال په سپټمبر کې، د امریکا د ړومبي کانگرس غړي د ملک ړومبي صدر جارج واشنگټن ته ورغلل او ورنه یې وغوښتل چې په قامي کچه دې د شکرانې پرځای کولو دستوره اعلان کړي.

دغې په ظاهره عادي غوښتنې، په کانگرس کې د صدارتي اختیاراتو او د صوبایي حقونو پر سر، غوسه ناکه بحثونه راوپارول. منتقدینو د دې خبرې په باب چې په قامي کچه د شکرانې پرځای کولو دپاره دې صدارتي فرمان جاري شي، دوه غټې اندېښنې درلودې.

لومړی دا چې ځینو د شکرانې پرځای کولو ورځ یوه مذهبي ورځ گڼله او د مذهبي ورځو اعلان د امریکا د صدر په اختیار کې نشته. دویم، مخالفین په دې باور و چې له صدر سره په دې دلیل د ملک په کچه د شکرانې ورځې د اعلان اختیار نشته چې دا اختیار د ایالتونو له گورنرانو سره دی.

رویټرز وايي د یوې اندازې ترمخه سږ کال به 53.4 مېلین امریکایان خپلوخپلوانو سره تېنکس ګوینګ د لمانځلو دپاره سفر وکړي چې د تېر کال په مقابل کې د خلکو په سفر کې 13 فیصد زیاتوالی دی
رویټرز وايي د یوې اندازې ترمخه سږ کال به 53.4 مېلین امریکایان خپلوخپلوانو سره تېنکس ګوینګ د لمانځلو دپاره سفر وکړي چې د تېر کال په مقابل کې د خلکو په سفر کې 13 فیصد زیاتوالی دی

د امریکا د ځوان کهول دپاره دا یو آزمون و. امریکاییانو، انقلابي جنگ د انگریز په وړاندې گټلی و، خو امریکا ـ چې هغه وخت یې د ایالتونو شمېر 13 و ـ لا پوره یوه خوله او یو موټي شوې نه وه. د شکرانې ادا کولو د قامي ورځې اعلانول، د امریکاییانو د یو موټي کولو یوه طریقه وه.

بالاخره، جارج واشنگټن یو اعلان جاري کړ چې د امریکا ړومبنی صدارتي اعلان و، او په هغه سره یې د ملک ټول قام "د شکرانې اداکولو او دعاوو ویلو" ته راوبللو. هغه همدا راز د خپلو مخالفینو د خوشحالولو دپاره یوه لاره هم وموندله.

میلاني کېرک پاتریک چې د شکرانې ورځې په اړه د یو کتاب لیکواله هم ده، وایي: "کله چې جارج واشنگټن دا اعلان وکړ، نو د خپل د دې اعلان یوه یوه کاپي یې د هر ایالت گورنر ته ولېږله، چې هغه مهال یې شمېر 13 و، او له هغو یې وغوښتل په هغې ورځې چې واشنگټن ځانگړې کړې وه، د شکرانې د اداینې قامي ورځ اعلانه کړي، او هغه د نوامبر وروستۍ د زیارت ورځ وه. البته چې د واشنگټن حیثیت ته په کتلو سره، هر گورنر دا خبره ومنله."

خو بیا هم د شکرانې د اداینې د ورځ پر سر جنجالونه لا ختم نه شول.

د امریکا درېیم صدر، ټامس جېفرسن، د شکرانې ورځې د اعلانولو څخه انکار وکړ، که څه هم کله چې د ویرجینیا گورنر و، هغه وخت یې د شکرانې ورځ اعلان کړې وه. جان اډمز او جېمز مډېسن، چې هغوی هم د امریکې له اولنیو صدرانو څخه و، د "روژې نیولو، دعا ویلو، او شکرانې اداکولو" ورځې اعلانې کړلې.

خو له مډېسن وروسته، د امریکا هېڅ صدر د شکرانې ورځ اعلانه نکړله، تر څو چې ابراهام لینکن واک ته ورسېد. لینکن په 1863 کې، یعنې د امریکا د کورنۍ جگړې په منځ کې، د دې دپاره چې ملک یو موټی کړي، د شکرانې ورځ اعلانه کړله.

میلاني کېرک پاتریک لیکي چې "د گیتيسبرگ له جنگه څو میاشتې تېرې وې، دا ښکاره شوې وه چې اتحادیان به جگړه گټي. په امریکا کې هره کورنۍ د دغې ناوړې جگړې نه ژور اغېزمنه شوې وه. د داسې حالاتو په منځ کې، لینکن د وطن د نعمتونو یادونې کولې او دا یې ویل چې مونږ د څه دپاره باید شکرانه ادا کړو. بیا هغه له خلکو وغوښتل چې سره یو موټي شي، یو زړه او یوه خوله شي، او د شکرانې ورځ ولمانځي."

رویټرز خبري اداره وايي اندازه ده چې هوايي سفر به تر 91 فیصد پورې بحال شي
رویټرز خبري اداره وايي اندازه ده چې هوايي سفر به تر 91 فیصد پورې بحال شي

له هغې ورځې راهیسي، د امریکا هر صدر هر کال په قامي کچه د شکرانې د ورځې اعلان کړی دی.

په دې منځ کې، فرانکلین ډي روزوېلټ د امریکا یو بل صدر و چې د شکرانې ورځ یې بدله کړله. هغه په 1939 کې د شکرانې ورځ، د نوامبر درېیمې پنجشنبې/زیارت ته وړاوله. مخکې تر هغه، امریکاییانو به د نوامبر آخره پنجشنبې د شکرانې ورځ لمانځله، یعنې هغه ورځ چې لینکن ټاکلی وه.

روزوېلټ په دې خاطر دا بدلون راووست چې د کرېسمس جشن دپاره خلک بازار ته د تللو او څیزونو اخیستلو دپاره ډېر وخت پیدا کړي، او په دې طریق، د ملک اقتصاد چې د گرېټ ډېپرېشن له امله خراب شوی و، یو څه ورغول شي.

په دې کې بیا هم جنجالونه رامنځ ته شول. ځینو یې مخالفت وکړ، او نیمو ایالتونو د شکرانې ورځ په نوي ټاکل شوي تاریخ، او نیمو نورو بیا د پخوا په شان د نوامبر په وروستۍ پنجشنبې ولمانځله. روزوېلټ خپل فرمان بېرته واخیست، او په 1941 کې کانگرس د یو قانون په پاس کولو سره د نوامبر څلورمه پنجشنبې/زیارت، د شکرانې ورځ او په ټول ملک کې قانوني رخصتي (چوټي) وبلله.

په نیویارک کې د تېنکس ګوینګ پرېډ
په نیویارک کې د تېنکس ګوینګ پرېډ

په اوس زمانه کې، د شکرانې ورځ لا هم هغه اربونه امریکاییان چې دا ورځ له خپلو کورنیو او دوستانو سره لمانځي. په دې ورځ، زیاتره امریکاییان ځانگړي خواړه تیاروي، چې په هغه کې ډک شوی خړتمی، کچه آلو، او نور ځانگړي خوراکونه وي.

جارج واشنگټن پخپل اعلان سره یو ټکی واضحه کړ چې په کار ده د ټولو مذهبونو خلک، د شکرانې ورځ ولمانځي او تر اوسه پورې هم امریکایان، که عیسویان دي، که یهودیان او که مسلمانان او یا لامذهبه کسان، ټول د شکرانې ورځ په خوشحالۍ او خاصو خوراکونو سره لمانځي.