شاته

د دنیا بي بي او رابیعه بي بي په مومندو ضلع کې انتخابي هلې ځلې

د خېبر پښتونخوا د مومندو ضلعې دنيا بي بي او رابيعه بي بي خواښې او اېنږور دي دواړه په بلدياتې انتخاباتو کې په جدا جدا چوکو ولاړې دي او د خپل کور کارونه سر ته د رسولو وروسته انتخابي کمپېن ته وځي، کور په کور ګرځي او ووټونه غواړي۔

دنيا بي بي وايي تعليم يې نه دی کړی خو غواړي چې د علاقې د ښځو پرمختيا د پاره کار وکړي، وايي کومه علاقه کې چې دوی اوس کمپېن کوي دې علاقه کې وړاندې بد امني وه او ښځو ته د بهر وتلو اجازه نه وه.

دنيا بي بي وايي "دلته چې حالات خراب وو څوک به د کور نه بهر نه راوتل، د پردې بغیر وتلو باندې به جرمانه وه، هسپتال ته به څوک نه شو تللې اوس امن راغلې دوي کمپین هم کوي."

دنیا بي بي وايي د ووټ غوښتلو ترڅنګ نورې ښځې د ووټ یا د رای په اهمیت هم خبروي. "ښځو ته مخکې د کور نه ووټ د پاره د وتلو اجازت هم نه وو، اوس يې مونږ د ووټ په اهميت هم پوهه کوو او کمپین هم کوو."

رابیعه بي بي وايي د کمپېن په وخت ورته معلومه شوه چې د ډيرو ښځو يا خو شناختي کارډونه نه دي جوړ شوي او يا د ووټ په طريقه نه دي پوهه، وايي دوی د کمپېن سره سره ښځو ته د شناختي کاروډونو جوړولو او د ووټ په اړه هم پوهاوی ورکوي۔ "ښځو ته مخکې د کور نه ووټ د پاره د وتلو اجازت هم نه وو، اوس يې مونږ د ووټ په اهميت هم پوهه کوو او کمپین هم کوو."

د مومندو په شان په پخوانۍ فاټا کې چې اوس د خېبرپښتونخوا نوي ضلعې دي دا لومړي بلدیاتي انتخابات دي چې دنيا بي بي او رابيعه بي بي پکې د نورو امیدوارانو ترڅنګ مقابلې ته راوتلي دي.

د الیکشن کمېشن اف پاکستان په انتظام کېدوونکو انتخاباتو کې به د دسمبر په نونلسمه نیټه ووټه یا رای ورکړی کېږي.

په دې ټاکنو کې د مومندو ضلعې نه په مجموعي توګه يوسل پينځه پنځوست ښځې برخه اخلي۔

د مومندو یوه اوسېدوونکي بخت ناز وايي په سيمو کې د تعليم، صحت، اوبو او ښځو ته روزګار په شان مسلې ورپېښې دي او کومې ښځې چې ټاکنو کې کاميابې شي پکار ده چې دغو مسلو ته پام وکړي.

بخت ناز وايي "که رېشتيا ووايم چې سړو له ووټ ورکړو بيا مو پينځه کاله تپوس نه کوي، دې ښځو نه تمه لرو چې کامیابۍ پس زمونږ مسلې هوارې کړي."

د خېبر پښتونخوا اليکشن کمېشن ترمخه په نورلسم دسمبر به په اولسو ضلعو کې په اولني پړاؤ کې بلدياتي ټاکنې کيږي ، په دې خېبر، باجوړ او مومند قبائيلي ضلعې هم شاملې دي۔

په قبائېلي ضلعو کي د سړو ترڅنګ ښځو هم د دنيا بي بي او رابيعه بي بي شان کمپېن شروع کړی او د ښځو د حقونو او د علاقي د پرمختيا په مرام ووټونه غواړي۔

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی