شاته

م م پر ښځو د تاوتریخوالي پرضد کمپاین کوي خو په افغانستان او پاکستان کې زیات شوی

واشنګټن - ملګروملتونو د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي پرضد ۱۶ ورځنی کمپاین په داسې وخت کې پیل کړی چې په افغانستان او پاکستان کې دغه تاوتریخوالی زیات شوی خو په اکثرو وختونو کې نه رپوټ کېږي.

د اسلام اباد د هایې کورټ وکیلې عاصمه بنګش له ډیوې سره په خبرو کې ویلي، په پاکستان کې په کور دننه له ښځو سره د روان تشدد په هکله رپورټنګ نه کېږي او د دې ګڼ اسباب دي.

"د کورني تشدد د قوانینو په حقله ناپوهي، د قوانینو پېچیدګي، د کورني تشدد په مقدمو کې د سزاګانو نه ورکول او د خلکو او د ټولنې د خبرو د لاسه ښځې د کورني تشدد نه ځان بچ کولو په ځای ټول ژوند هم په دغه حالاتو کې تېر کړي، په کور دننه هم نېږدې خپل خپلوان له تشدد سره د مخ ښځو ملاتړ نه کوي، نو ځکه ښځې پولېسو ته د رپورټ دپاره نه ورځي."

عاصمه بنګش زیاته کړه، د همدې اسبابو له امله د خپل حقونو په هکله لږه ډېره پوهه لرونکي ښځې د تشدد د پېښو رپورټ کولو پر ځای خلا یا طلاق دپاره کېس وکړي. او دهغې په مشاهده کې د ښځو لخوا د طلاق اخېستلو شمېر زیات شوي.

خو د دی باوجود عاصمه وايي، چې ښځو ته د خپل ځان پرضد د تشدد په هکله ځان پوهه کول او د موجوده قوانینو نه ځان خبرول پکار دي چې د هر ډول تشدد په صورت کې د خپل ځانه په سمه لاره دفاع وکړی شي.

تېره اونۍ د پاکستان پارلمان د جنسي تیري کونکو ته د سزا قانون هم پاس کړی وو چې پکې د بیا بیا جنسي تیري کونکو د شنډولو ماده هم راغلې وه چې بیا وروسته د پاکستان د اسلامي نظریاتي کونسل په غوښتنه ترې لېرې کړای شوې وه.

د وي او اې د رپورټ ترمخه د دغو قضيو دپاره به ځانګړي عدالتونه جوړېږي چې د دغو قضيو په تېزۍ سره اورېدنه وشي او د جنسي تیريو او ځورونو اورېدنې په څلورو میاشتو کې فېصله شي.

اخوا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو دفتر یا یوناما ویلي، چې دې هېواد کې د ښځو د کارکولو پر حق او د تګ راتګ پر ازادیو د محدودیتونو له امله تاوتریخوالی زیات شوی دی.

د یوناما لخوا په یو خپور شوي بیان کې راغلي، په داسې حال کې چې خدماتو ته اړتیا ډېره شوې، د تاوتریخوالي قربانیانو لپاره اړینو خدماتو ته لاس رسی خورا اغېزمن شوی دی.

د یوناما په بیان کې افغانستان د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د لوړې کچې هېواد یاد شوی او په کې راغلي دي چې په هرو لسو افغان مېرمنو کې نهه يې د خپل نږدې شخص له خوا له تاوتریخوالي سره مخ شوي دي.

په اعلامیه کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې دیبرا الینز له خولې لیکل شوي:

"د تاوتریخوالي مخه باید ونیول شي، موږ باید له دې ناڅرګندې وبا سره د مبارزې لپاره په ګډه کار وکړو او موږ باید هغه چلند بدل کړو چې د تاوتریخوالي ملاتړ کوي او د تاوتریخوالي قربانیان له شرمه غږ نه شي پورته کولی او همدارنګه هغو قربانیانو ته باید خدمات چمتو کړو چې د تاوتریخوالي قرباني شوي دي. "

د ملګروملتونو د ښځو څانګې (UN Women) په خپلې وېب پاڼې باندې لیکلي

چې دا ۱۶ ورځنی کمپاین د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د ختمولو په موخه هر کال د نومبر په ۲۵ نېټه پیلېږي او د ډیسمبر تر لسمې نېټې دوام کوي.

دغه کمپاین په ۱۹۹۱ کال کې د ښځو د نړیوالې رهبرۍ د انسټیټیوټ (وېمن ګلوبل لیډرشېپ انسټیټیوټ) له پرانیستې سره پیل او هر کال د ښځو د نړیوالو ادارو لخوا تنظیم کېږي.

په کابل د طالبانو له قبضې وروسته د ښځو په وړاندې د جنسیت پرسر ډول توپیري چلند او د هغوی پر حقونو تیري کېږي.

طالبانو تر اوسه هم له شپږم ټولګي څخه پورته جونو ته د زده کړو حق نه دی ورکړی او نه هم ښځې په دفترونو کې کار کولو ته پرېښودل کېږي چې له امله یې مېرمنو په پلازمېن کابل کې څو ځله د خپلو حقونو لپاره لاریونونه هم کړي.

په ګرده نړۍ کې له دې کمپاین څخه خلک او ادارې د ښځو او جونو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي په لاره کې د منظمې تګلارې په توګه کار اخلي.

د مدنې ټولنې د دغه ابتکار په ملاتړ د ملګروملتونو د عمومي منشي د یونایټ کمپاین تر نامه لاندې په نړیوالو غږ شوی چې په دې برخه کې دې د عامه پوهاوي، او نورې اړونده هڅې زیاتې کړي. د یاد کمپاین لاندې د سږ کال شعار دی "د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی همدا اوس پای ته ورسوئ."