شاته

هند کې په لومړي ځل د ښځو شمیر تر سړیو ډیر شوی

د هند د شاوخوا ۱۳ سوه میلونو په وګړو کې د لومړي ځل لپاره د ښځو شمیر د سړیو په پرتله ډیر شوی.

سره لدې چې د وګړو د شمیر له پلوه تر چین وروسته د نړۍ تر ټولو پدې ستر هیواد کې په تاریخي لحاظ کورنۍ د لوڼو پر ځای هلکان غوره بولي، خو د حکومت په تازه معلوماتو کې څرګنده شوې چې نه یوازې ښځې تر سړیو ډیرې شوې بلکې پدې هیواد کې د نویو ماشومانو زیږد هم کم شوی.

په هند کې د جهیز او ولور د دود او دستور له کبله چې د ناوې کورنۍ ته ډیره ګرانه تمامیږي، معمولاً نجونې د کورونیو د اوږو بار بلل کیږي.

د هند د روغتیا او کورنۍ ملي ادارې په تازه سروې کې چې دوه کاله پرې څیړنې شوې او د عامې روغتیا وزارت چارشنبه نومبر ۲۴ (لیندۍ۳) خپره کړې، ویل شوي چې د ټولو وګړو د هرو ۱۰۰۰ تنو سړیو په پرتله ۱۰۲۰ میرمنې دي.

په هند کې د نارینوو او ښځینه وو تر منځ د حقونو د برابرۍ فعالین دا تازه سروې چې میرمنې پکې د سړیو نه ډیرې ښودل شوي، یه ښه اقدام بولي خو زیاتوي چې د جنس پر اساس د برابرۍ لپار لا ډیر کار باید وشي.

د روغتیایي چارو کارپوهان وایي چې ښځې ځکه ډیرې شوې چې د سړیو پر نسبت دوي ډیر عمر کوي پداسې حال کې چې لا هم په هند کې د نجونو په پرتله هلکان ډیر زیږول کیږي. معلومات ښیي چې په د هرو ۱۰۰۰ تنو هلکانو په پرتله ۹۲۹ نجونې زیږول کیږي.
سره لدې چې په هند کې د جنس د انتخاب پر اساس د مور په ګیډې کې د ماشوم وژنه یا سقط جنین غیرې قانوني دي خو لا هم په ځینو ځایونو کې دا کار کیږي او د دې هیواد د وګړیو په ملي احصایې کې په دوامداره توګه هند په نړۍ کې لومړی هیواد و چې د سړیو په پرتله پکې ښځې په لوړه کچه کمې وي.

د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې هند ښایي د ډیرو وګړو په درلودلو سره د همدې روانې لسیزې تر پایه د چین څخه مخکې شي خو پدې تازه سروې کې معلومه شوې چې د نویو پیدا شویو ماشومانو کچه هم راټیټه شوې.

په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کالونو کې په سروې کې معلومه شوې وه چې په هند کې هرې میرمنې ۲.۲ ماشومان درلودل پداسې حال کې چې په تازه سروې کې دا شمیره ۲ ته راټیټه شوې.