شاته

د ژمي یخ موسم کې د ډيره اسماعیل خان دسیند ماهیان دیارانو محفلونه تاوده ساتي

یخ موسم راتلو سره ډيره اسماعيل خان کې د سیند پغاړه دماهیانو یا کبانو د خرڅ اؤ خوراک په ځایونو کې دخلکو ګڼه ګوڼه سیوا شي او په دې یخنۍ کې خلک د یخ موسم نه خوند اخستو سره د سیند د ماهیانو خوړولو نه هم خوند اخلي.

خو سږ د ماهیانو کاروباریان وايي روانې ګرانۍ د دوئ کاروبار سخت اغیزمن کړی او کاروبار یې تر دې مهال د نشت برابر دی.

د ماهیانو خرڅونکو د سیند په غاړه یا ښار کې ځایې پرځایې د ماهیانو د خرڅ لپاره ځایونه جوړ کړي دي.

په سیمه کې د کبانو يو خرڅوونکي محمد طارق وایي ددې ځایې مشهور ماهیان چیړا، ډومرا او ملي دي .

هغه وویل چیړا واړه ماهیان دي زیات قیمت نه لري خو ډومره کب بیا غټ وي اؤ لیشې کمې لري ځکه اخستونکي هم زیات لري.

دهغه په وینا ډومره کبان په هوټلونو کې کارول کیږي چې زیاتره خلک یې په غوړو کې سره کوي یایې بیا په انګار د سیخ د لارې وراته کوي،

ملي خوږ کب دی خولیشې زیاتې لري او دا خلک په کورونو کې قیمه کوي.

وي او اې ته هغه وویل د تیر کال په پرتله سږ کال ګراني په دوه چنده سیوا ده او د دوئ کاروبار یې سخت اغیزمن کړی.

دغه د سیند په غاړه جوړ شوي چپر هوټلونو کې خلک دې یخ موسم کې د ماهیانو دخوراک نه خوند اخستو سره دشپې تر نا وخت خپلو کې میلسونه کوي.

فهد خان چې د ملګرو سره د ماهیانو خوړلو ته راغلی وايي پخوا ګراني نه وه خلکو ته راتلل اسان وؤ خو اوس دې ځایې ته چینکچي رکشه پینځه سوه روپۍ غواړي. چې د خلکو وس نه بهر ده.

د ماهیانو پخولو یو دکاندار شاه نواز وايي د ګرانۍ باجود دوئ قیمتونه په ځائ ساتلي خو بیا هم دوئ ته د ورځې خپل معاش نه برابریږي.

د ماهیانو خوراک ته راغلي خلک وايي دې هوټلونو کې چرته هم سرکاري نرخنامه نه ده لګیدلې او خوراک محکمې یې هم جایزه نه اخلي چې ایا دا سیند ماهیان دی که دبل تالاوؤنو څخه راوړل کیږي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.