شاته

دثاقب نثار دغږییز کلپ دکره کتنې په کمپنۍ فرانزک رپورټ بدلولو لپاره فشارونه اچول شوي

هغه زیاته کړې چې کله یې کمپنۍ ددې اډیو کلپ کره کتنه کوله نو نه وه ورته معلومه چې دې کې اوریدل کیدونکی غږ دچا دی اؤ نه هم دپاکستان دسیاست نه دوئ څه خبرتیا لري.

دپاکستان دسترې محکمې دپخواني مشر ښاغلي ثاقب نثار اؤ یو بل نامعلوم تن ترمنځ په ټیلي فون دشوؤ شکمنو خبرو د غږییزې ټوټې یا اډیو کلپ دکره کتنې دکمپنۍ مشر ایډریو ګیرټ وایي کمپنۍ ته یې شا وخوا دوه زره دګواښونو فونونه شوي اؤ ورته ویل شوي چې ددغه اډیو کلپ فرانزک یا دکره کتنې رپورټ بدل کړي.

دپاکستان ډان ورځپاڼه د ګیریټ ډسکوري کمپنۍ داجرائیه رئیس یا چیف ایګزیکټیو له قوله خپل رپورټ کې وایي هغوئ ته چې کوم زنګونه وهل شوي هغې کې یوازې ګواښونه کیدل اؤ ورته ویل کیدل چې “مونږ به تر هغې نور انتظار نه شو کولی ترڅو هغوئ تاسو تیزندي نکړي،مونږ به په تاسو مقدمه کوؤ”

هغه ویلي دغه ګواښونه ځکه زیات جدي نه نیسي چې هغوئ په امریکا کې په یو خوندي مقام کې دي،

نوموړي دا هم ویلي چې هغوئ ته کوم زنګونه وهل شوي هغې کې زیاترو دا هڅه کوله چې "مونږ باید خپل رپورټ بیرته واخلو یا هم داسې څه ووایو چې وضعیت پرې ارامه شي"

هغه زیاته کړې چې کله یې کمپنۍ ددې اډیو کلپ کره کتنه کوله نو نه وه ورته معلومه چې دې کې اوریدل کیدونکی غږ دچا دی اؤ نه هم دپاکستان دسیاست نه دوئ څه خبرتیا لري.

هغه زیاته کړې چې داډیو کلپ دکره کتنې په وخت ورته ویل شوي وؤ چې باید معلومه کړل شي چې په دې کلپ کې لاسوهنه خو نه ده شوې؟ اؤ دکره کتنې نه معلومه شوه چې دغه اډیو کلپ کې هیڅ لاسوهنه نه ده شوې.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې دتیرو درېوؤ ورځو راهسې دسترې محکمې نه دې غوښتنې زور نیولی چې دپخواني مشر قاضي دټيلي ‌فوني خبرو په هغه لانجمن غږییز کلپ دخپله انده نوټس واخلي په کوم کې چې هغه یو بل چاته وایي “میا صیب ته سزا ورکول اؤ عمران خان راوستل دي”

په سوشل میډيا داسې دعوې مخې ته راغلي چې ثاقب نثار دغه ټيلي فوني خبرې داحتساب عدالت جج ته کړي .

خو ښاغلي ثاقب نثار بیا دریځ خپل کړی چې مخې ته راغلی اډیو کلپ هغه پسې تړاؤ نه لري اؤ نه هغه دمشر قاضي په توګه کله چاته داسې امر کړی چې ګنې نوازشریف ته دې سزا ورکړي.

څېړونکي تورونه لګوي چې دپاکستان دپخواني وزیراعظم نواز شریف دحکومت ختمولو اؤ دعمران خان اقتدار کې راوستلو دپاره دهیواد پوځ اؤ استخباراتي شبکو عدلیه کارولې ده خو پخواني مشر قاضي ثاقب نثار دا تورونه رد کړي اؤ وایي کله هم ورته دپوځ یا استخباراتي شبکو لخوا داسې څه نه دي ویل شوي.

دپاکستان حکومت دعوه لري چې دا اډیو کلپ جعلي دی اؤ د ثاقب نثار د یو ځائ اؤ بل ځائ د ویناګانو څخه دخپلې خوښې برخې راجلا کړل شوي اؤ دغه کلپ ترې جوړ کړل شوی.

خو د غږییز کلپ مخې ته راوړونکي پاکستاني خبریال احمد نوراني بیا دعوه کړې چې هغه ددې کلپ مخې ته د راوړلو نه مخکې دیو امریکایي فرم څخه ددې کره کتنه کړې ده اؤ له دغې کره کتنې ثابته شوې چې دغه غږ دثاقب نثار خپل دی اؤ‌ هیڅ لاسوهنه یا ایډیټنګ پکې نه دی شوی.

پخواني مشر قاضي ښاغلي ثاقب نثار په ۲۸ جولایي کال ۲۰۱۷م کې دهیواد دهغه وخت وزیراعظم نوازشریف په پاناما قضیه کې نا اهله ګرځولی ؤ اؤ دغسې دهغه حکومت ړنګ شوی ؤ.

وروسته چې کله پاکستان کې دعمران خان حکومت رامنځته شو نو احتساب عدالت نواز شریف اؤ دهغه لور مریم نواز ته دهیواد نه بهر دغیرقانوني اثاثو لرلو په تور د بند سزاګانې اورولې وې.

دچهارشنبې په ورځ اسلام اباد کې مطبوعاتي کانفرنس ته وینا کې دپاکستان مسلم لیګ(ن) ګوند مرستیالې مشرې اؤ دپخواني وزیراعظم میانواز شریف لور مریم نواز په پخواني مشر قاضي غږ کړی ؤ چې باید په ډاګه کړي چا ورته ویلي وؤ چې عمران خان راوستل دي اؤ چا دې ته مجبوره کړی ؤ چې نوازشریف اؤ هغې ته باید سزا ورکړي؟

دپاکستان مرکزي وزیران وایي دنوازشریف اؤ دهغه د لور په ضد چې کله هم محکمو کې دقضیې د اوریدنې وخت راشي نو هغوئ په عدلیې دفشار راوړلو په غرض مدام دغسې جعلي اډیو یا ویډیوګانې خپروي خو محکمې ته دمخ کیدو همت نه شي کولی.