شاته

د مهاجرت نړیوال سازمان: افغانستان کې ۵.۵ میلیون خلک بېځایه شوي

د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) وايي چې په افغانستان کې تر ۵.۵ میلیونه زیات خلک په زوره له خپلو سیمو بېځایه شوي دي.

یاد سازمان نن پنجشنبه نومبر ۲۵ (لېندۍ ۴) پخپل راپور کې ویلي چې یوازې په روان ۲۰۲۱ میلادي کې په افغانستان کې څه باندې نیم میلیون کسان له خپلو سیمو څخه بېځایه شوي دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان همدارنګه زیاته کړې چې په افغانستان کې بېځایه شوو کورنیو ته د بشري مرستو رسول د دوی په لومړیتوب کې دي.

په راپور کې ویل شوي چې د روانې نومبر میاشتې له ۱۱ نېټې څخه بیا د همدې میاشې تر ۲۱ پورې د دغه سازمان لخوا ۹۳۹۱۷ اړمنو افغانانو ته بشري مرستې رسېدلي دي.

افغانستان ته د بې اسنادو افغان کډوالو بیرته ستنېدل

د مهاجرت سازمان ویلي چې په ۲۰۲۱ کال کې ۱،۱۴۶،۷۵۰ بې اسناده افغان کډوال بیرته له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته استول شوي دي.

د راپور له مخې په یاده موده کې له ایران څخه ۱۱۲۷۶۰۷بې اسناده افغانان او له پاکستان څخه ۱۹۱۴۳ بې اسناده افغانان بیرته شړل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې په روان ۲۰۲۱ میلادي کال کې د جګړو زیاتېدو له امله د ګڼو کورنیو د بېځایه کېدو راپورونه ورکړل شوي و.

د یادو کډوالو له ډلې څخه یو شمېر د کابل تر څنګ د ځینو نورو ولایتونو مرکزونو ته کډوال شوي وو.

پر کابل د طالبانو تر حاکمیت وروسته طالبانو خپلو سیمو ته د بېځایه شوو کډوالو د بیرته ستنېدو خبر ورکړ.

په افغانستان کې د جګړو ترڅنګ وچکالي هم له جدي ستونزو څخه ګڼل کیږي چې له امله یې خلک له خپلو سیمو څخه بېځایه کیږي.

روانه اونۍ د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا (OCHA0) وویل چې د افغانستان په شمال ختیځ کې ۱۳۵۱۸۴ کسانو بشري مرستې تر لاسه کړي دي.