شاته

په متحده ایالاتو کې د تیلو د بیو د ټیټولو لپاره د بایډن هڅې

په داسې حال کې چې په امریکا کې د خوراکي موادو او تیلو بیې لوړې شویدي، ولسمشر جوبایډن وايي‌ چې د تیلو د بیو د راټیټولو لپاره د دغه هیواد د تیلو د ستراتیژیکو زیرمو د پرانیستلو او هم له نورو لارو چارو څخه په ګټې اخیستو، غواړي چې د امریکایانو اندېښنې کمې کړي.

د هغې سروې له مخې چې واشنګټن پوست ورځپاڼې او اې بي سي تلویزیوني شبکې کړې، څرګندوي چې په سلو کې ۵۵ امریکایان د ولسمشر بایډن له خوا د امریکا د اقتصاد د اداره کولو له څرنګوالي ناخوښ دي. دا سروې پداسې وخت کې کیږي چې په ځینو ایالتونو کې د کرسمس د رخصتۍ د فصل له شروع کېدو دمخه د تیلو بیه په بیساري ډول لوړه شوېده.

ولسمشر بایډن د سه شنبې په ورځ د امریکا د تیلو د ستراتيژیکې زیرمې چارواکو ته امر وکړ چې ۵۰ میلیونه بیرله تیل مارکیټ ته راوباسي. هغه زیاته کړه چې د هند، بریتانیایې او چین په ګډون د انرژۍ مصرفونکي نور لوی هیوادونه هم په پلان کې لري چې همدغه کار وکړي.

ښاغلي بایډن وویل: "ما په دې تیرو څو اونیو کې د ټیلفون کولو او غونډو له لارې له بهرنیو مشرانو او پالیسي جوړونکو سره سخت کار وکړ چې د نن ورځې د نړیوال اعلان لپاره لومړني اقدامات وشي. او که څه هم زمونږ ګډې کړنې به د تیلو بیې ژر راټېټې نه کړي، خو یو بدلون به راولي. یوڅه وخت به ونیسي خو د تیلو بیې به دومره راټیتې شي چې تاسو به وکولی شئ د خپلو موټرو ټانکۍ ډکې کړی. او په اوږده مهال کې به په تیلو باندې خپله اتکا د پاکې انرژۍ د تولید له لارې بدله کړو."

خو د اقتصادي چارو مبصرین د جمهور رئیس بایډن دا هڅې کافي نه بولي. د امریکا د بروکنګز په څیړنیز مرکز کې د کارپوه ډیوډ ویسل وایي چې جمهور رئیس بایډن غواړي پدې پیغام سره امریکایانو ته دا فکر ورکړي چې د تیلو د بیو د راټیټولو هڅې کوي.

دغه مبصر زیاتوي چې ښاغلی بایډن غواړي د تیلو د صادرونکو هیوادونو د سازمان غړو ته پیغام ورکړي چې "امریکا او متحدین یې د چین په ګډون، دغه مشکل په جدي ډول څاري او که چیرې دغه سازمان د تیلو تولید زیات نه کړي، دوی به د تیلو خپلې زیرمې پرانیزي".

ولسمشر بایډن همدارنګه په روانه اونۍ کې د امریکا د فدرالي مرکزي بانک مشر جیروم پاول چې د کرونا ویروس د وبا پرمهال یې د مشتریانو د اعتماد د ترلاسه کولو لپاره د سود کچه ټیټه وساتله، بیرته دغه مقام ته نوماند کړ. او حکومت یې د تدارکاتو د سلسلې د هغو ستونزو په حل کولو باندې کار کوي چې پلرونځیو ته یې د خوراکي توکو په رسولو کې ځنډ رامنځته کړی.

ولسمشر همدارنګه هڅه کوي چې د ۱.۷۵ ټریلیون ډالرو په ارزښت د ټولنیز مصرف او اقلیم په هکله هغه قانون په کانګرس باندې منظور کړي چې د امریکا د اقتصاد له بدلولو سره به مرسته وکړي. د سه شبنې په ورځ ښاغلي بایډن وویل چې د نړۍ تر ټولو ستر اقتصاد، د تمې پرخلاف د کرونا ویروس له وبا څخه ښه راووت.