شاته

کراچۍ: په ژوبڼ کې سپين نايابه ازمری مړ شوی

د کراچۍ په ژوبڼ (چړيا ګهر) کې سپين نایابه ازمری مړ شوی دی، د ژوبڼ چارواکو ويلي ازمری د ټي بي په ناروغۍ اخته وو، او د کراچۍ انتظامي مشر د ازمري د مړ کېدو د پېښې رپورټ غوښتی دی.

د کراچۍ د بلديه محکمې وياند علي حسن ساجد ويلي، دغه ازمری د تيرو 13 ورځو راهسې د پلمونېرې ټي بي په ناروغۍ اخته وو، ډاکټرانو يې درملنه کوله خو هغه د شورو/ چهارشنبې په ورځ (24 نومبر) مړ شوی دی.

ويل شوي د دغه ازمري عمر د 14 او 15 کالو په مینځ کې وو، او په کال 2012 کې د افريقا نه د کراچۍ ژوبڼ ته راستل شوی وو.

د څاروو ډاکټر نعمان بېټنی وايي، د کراچۍ په ژوبڼ کې چې ازمری د کومې ناروغۍ نه مړ شوی دغه ناروغي ټولو ځناورو ته لګي، خو د دې درملنه يا علاج هم ممکن دی.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، دغه افریقايي نسله ازمری خلک په کورونو کې هم ساتي او که سمه ساتنه او درملنه یې کيږي نو هغه د ناروغو څخه بچ کېدی شي.

د کراچۍ اېډمنسټرېټر مرتضا وهاب د ازمري په مړينه د خفګان څرګندونه کړې او ويلي يې دي که د ازمري د مړ کېدو په علت کې د ژوبڼ د کار کوونکو کوتاهي مخې ته راغله نو پرضد به يې کارروايي کولی شي.

دوه ورځې وړاندې داسې خبرونه مخې ته راغلي وو چې د کراچۍ په ژوبڼ کې خوراک ختم شوی دی.

خو د ژوبڼ مشر خالد هاشمي بيا ويلي وو، چې په ژوبڼ کې د خوراک هيڅ مسله نشته او ټولو ځناورو او مرغانو ته د معمول ترمخه خوراک ورکول کيږي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​