شاته

د انګلیس په کانال کې د کډوالو بیړۍ چپه شوې، حد اقل ۳۱ کسان وژل شوي

فرانسوي چارواکو د چهار شنبې په ورځ نومبر ۲۴ (لندۍ ۳) وویل چې د انګلیس په کانال کې بریټانیا ته د تلونکي کډوالو د بیړۍ د چپه کیدو له امله حد اقل ۳۱ کډوال وژل شوي دي.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر جیرالډ ډارمانین ویلي دا پیښه تر نن ورځې پورې په یاد کانال کې د کډوالو د وژل کیدو تر ټولو ستره تراژیدي ده.

نوموړي څرګنده کړې، داسې ویل کیږي چې په بیړۍ کې شاوخوا ۳۴ کسان سپاره وو چې تر اوسه د پنځو میرمنو او یوې ځوانې نجلۍ په ګډون ۳۱ جسدونه موندل شوي.

چارواکي زیاتوي له دې پیښې دوه کسان ژوندي پاتې شوي خو داسې ویل کیږي چې یو کس لا تر اوسه لادرکه دی. د وژل شویو کسانو هویت هم تر دې مهاله روښانه شوی ندی.

د ژغورنې د عملیاتو مسوولینو بیا وورسته وویل چې ۲۷ جسدونه موندل شوي، دوه کسان ژوندي پاتې شوي او څلور نور کسان لادرکه دي او داسې ویل کیږي چې هغوی به ډوب شوي وي.

اکثریت مهاجر د افغانستان، سوډان، عراق، اریتیریا او یا هم د نورو هیوادونو اتباع دي چې د جګړو او بیوزلۍ له امله د مهاجرت عزم کوي او د وړو او غیر معیاري بیړیو په مرسته له فرانسې څخه بریټانیا ته د یوه هوسا ژوند د موندلو لپاره له خطره ډک سفرونه قبلوي.

ویل کیږي‌ چې د ۲۰۲۰ کال په پرتله سږ کال د انګلستان له کانال څخه د خلکو عبور او مرور درې برابره زیات شوی دی او یوازې د چهار شنبې په ورځ د فرانسې په اوبو کې ۱۰۶ نور مهاجر ژغورل شوي دي.

د ډوبې شوې بیړۍ د ژوندي پاتې شویو کسانو د موندلو لپاره د فرانسې – بریټانیا مشترک عملیات د چهار شنبې په ورځ پای ته ورسیدل. دواړه هیوادونه هڅه کوي چې د فرانسې کانال له لارې بریټانیا ته د مهاجرینو د تګ مخه ونیسي خو تل یو بل د کافي کار په نه کولو تورنوي.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر ددغه هیواد په ساحلي کالې ښار کاله کې خبریالانو ته وویل چې د بیړۍ د ډبیدو په تړاو څلور شکمن قاچاق وړونکي نیول شوي دي چې دوه شکمن کسان وروسته په محکمه کې حاضر شول.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې هیواد یې د غیر قانوني کډوالو د مخنیوي لپاره جدي کار کوي او د جنوري میاشتې راهیسې یې ۷۸۰۰ کسان ژغورلي دي. نوموړي وویل یوازې د چهار شنبې په ورځ یې د ۶۷۱ کسانو چې غوښتل بریټانیاته ولاړ شي مخه نیولې ده.