شاته

په ایران کې د یهودانو ژوند څنګه دی؟

په روانه میلادي‌ میاشت کې په ایران کې د یهودانو د وړې اقلیتې ډلې په ننګونو وروسته له هغه په امریکایي رسنیو کې بحثونه زیات شول چې په ایران کې د میشتو یهودانو یوه عالم متحده ایالتونو ته سفر وکړ او په هغه هیواد کې یې د یهودانو په ژوند خبري‌ وکړې.

یهودا ګرامي چې په ایران کې د میشتو یهودانو دیني عالم دی متحده ایالتونو ته په خپل پنځه هفته یي سفر کې په هغه هیواد کې د یهودانو د وضعیت په اړه مختلط تصویر وړاندې کړ.

نوموړي د نومبر په ۱۴ نیټه د امریکا د ویرجینیا ایالت د فیرفکس سیمې د یهودانو په یوه عبادت ځای کې د یو شمیر امریکایي یهودانو ترمنځ په وینا کې د یهودانو د ټولنې په مثبتو او منفي اړخونو خبري وکړې.

د یهودا ګرامي دغه څرګندونې د هغه وروستیو څرګندونو ته چې په دې وروستیو کې په یوې امریکایي مجله کې خپرې شوي او په امریکا کې یې د ایراني یهودانو شک او تردید رامنځ ته کړ، ورته وې. په امریکا کې میشت یهودان فکر کوي چې په هغه هیواد کې یهودان تر هغه څه له ډیرو مشکلاتو سره مخ دي چې ښاغلي ګرامي بیان کړل.

ښاغلي ګرامي وویل، په ایران کې د یهودانو شمیر ۲۰ زرو تنو ته رسیږي او هغوی د ۲۷۰۰ کالو راهیسې په هغه هیواد کې ژوند کوي.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د راپور له مخې چې د ۲۰۲۱ کال په مې میاشت کې خپور شو، په ایران کې د یهودانو شمیر ۹۰۰۰ تنه ښودل شوی دی.

د امریکا د متحده ایالتونو د اټکل له مخې دا یهودان په داسې یوه هیواد کې ژوند کوي چې د ۸۵ میلیونه نفوس څخه یې ۹۹ سلنه مسلمانان دي.

د ښاغلي ګرامي په وینا یهودانو په وروستیو کلونو کې په ایران کې مثبت پرمختګونه کړي دي ځکه هغوی ایراني‌ چارواکي وهڅول څو د یهودانو ښوونځي د شنبې په ورځو چې د یهودانو د رخصت ورځ ده، رخصت ووسي. په تهران کې د یهودانو د ځانګړي حمام بیارغونه یو بل مثبت تغیر دی چې په هغه هیواد کې د یهودانو په ژوند کې رامنځ‌ ته شوی دی.

دغه ایراني یهودي همدارنګه وویل چې اوسمهال په ایران کې د کوشر شپږ رستورانتونه چې دوه په تهران، دوه په شیراز او دوه په اصفهان کې دي، فعالت کوي. کوشر هغو خوړو ته ویل کیږي چې په یهودیت کې پاک ګڼل کیږي او په اسلامي اصطلاح حلال دی.

د ښاغلي ګرامي په وینا په تهران کې د یهودیانو علمیه ښوونځی هم پرانیستل شوی چې په هغه کې ځوانان دیني زده کړي کوي، د یهودانو د طریقې له مخې د څارویو د ذبح کیدل لارې چارې زده کوي او بیا همدا زده کړي د ایران په نورو سیمو کې یهودانو ته ورښيي.

په ایران کې د یهودانو مشکلات

سره له دې چې د یهودیت د مناسکو له پلوه په ایران کې د یهودانو ژوند ښه شوی، خو د ښاغلي ګرامي په وینا په ایران کې دغه مذهبي اقلیتي ډله له مالي ستونزو په ځانګړي ډول د پولي پاړسوب سره مخ دي ځکه په مجموع کې د ایران اقتصاد کمزوری شوی دی.

په ویرجینیا کې د وینا پرمهال له ښاغلي یهودا ګرامي څخه د یهودانو په وړاندې د ایران د اسلامي جمهوري د چلند په اړه پوښتنه وشوه. په دې اړه د هغه ځواب ډیر محتاطانه وو.

ښاغلي ګرامي وویل:"موږ تل په پام کې لرو چې سیاست ته لیوالتیا نلرو. موږ یوازې یهودیان یو چې غواړو تورات او یا هم انجیل زده کړو او یوې مذهبي وظیفې په توګه نیک اعمال ترسره کړو."

د ایراني امریکایي یهودانو متفاوت نظریات

خو یو شمیر یهودي ایراني امریکایي مبصرینو امریکا غږ ته ویلي دي‌ چې ښاغلی ګرامي د ایراني چارواکو تر فشار لاندې دی او نشي کولی چې د هغوی پر کړنو نیوکه وکړي، کوم چې یهودان څنګه د اسرائیل په خاطر له تبعیض سره مخ کیږي.

دغه یهودي ایراني امریکايي کارپوهان وایي چې ښاغلی ګرامي هڅه کوي څو ایراني چارواکي تحریک نکړي ځکه هغوی به له یهودي ټولنې څخه د غچ اخیستلو هڅه وکړي.

د ایران د قدس ځواکونو د پخواني قومدان جنرال قاسم سلیماني کور ته تګ او د هغه کورنۍ ته د تسلیت ویل یو له هغو فشارونو دی چې په ښاغلي ګرامي وارد شوی دی.

قاسم سلیماني د ۲۰۲۱ کال د جنوري په دریمه نیټه د بغداد هوایي ډګر ته نږدې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.

امریکایي چارواکو ویلي دي چې د قدس ځواکونو پخوانی قومدان د کلونو راهیسې د امریکا او اسرائیلو پر ګټو د بریدونو مسول وو او هغه یې داسې ترهګر بللی چې ډیر شمیر بریدونه یې کړي دي. خو ګرامي وویل چې د ایران حکومت په دې اړه پر هغه فشار راوړی ندی.

د ایرانیکا د دایره المعارف له مخې، په ۱۹۷۹ میلادي‌ کال کې د ایران د اسلامي انقلاب څخه مخکې شاوخوا ۸۵ زره یهودانو په ایران کې ژوند کاوه. خو په تیرو څو لسیزو کې د اسلامپاله حاکمانو له خوا د زیاتیدونکو فشارونو له مخې، اکثریت دغه یهودان اړ شوي دي چې ایران پریږدي.

خو له دې سره سره بیا هم زرګونو یهودانو په ایران کې د ژوند کولو پریکړه کړې ده. کارمل ملامد چې یو امریکایي ایراني خبریال دی، د یوې مقالې په خپرولو سره ویلي دي چې ډیری ایراني مسلمانان له یهودانو سره نیک چلند کوي.

نوموړي زیاته کړې، دوه عمده دلیلونه شته چې یهودان نغواړي ایران پریږدي: یا هغوی په مالي لحاظ ښه حالت لري او نغواړي چې ایران پریږدي او یا هم ډیر بې وزلې او د پاخه عمر کسان دي چې فکر نه کوي وکړای شي په بل هیواد کې ځانونو ته ښه ژوند جوړ کړي.