شاته

چارواکی: ووټونو د اندراج دپاره په ځینو سیمو کې مېرمنو ته وېړیا شناختي کارډونه ورکول کېږي

په هغو علاقو کې چې د سړو او ښځينه ووټرانو په اندار کې فرق سېوا دی هلته دا فرق ختمولو لپاره نادره ويړيا شناختي کارډونه جوړه وي. دا خبره په خېبر پښتونخوا کې د الېکشن کمېشن وياند سهيل خان وي او ای ډيوه ته کړې ده.

سهیل خان وویل مېرمنو ته دا سهولت ورکول کېږي چې څوک په اول ځل شناختي کارډ جوړوي نو د هغوی لپاره به دا ويړيا وي او کله چې یې شناختي کارډ جوړ شي نو اليکشن کمېشن سره به دغه معلومات شريک کړل شي او اليکشن کمېشن اف پاکستان بيا د تصدیق وروسته خپله د دغه مېرمنو نومونه په ووټر لسټ کې درج کړي.

د الیکشن کمېشن ترجمان د شناختي کارډ په ترلاسه کولو کې د مرستې خبره په داسې حال کې کړې ده چې د پاکستان ډان ورځپاڼې په یو رپورټ‌کې ویلي په پاکستان کې د 119 ميلينه خلکو د ووټونو اندراج شوی خو د خېبر پښتونخوا د 28 ضلعو په شمول د هېواد په 81 ضلعو کې د سړو او مېرمنو د ووټونو په رجسټرېشن يا اندراج کې د 10 فصيده څخه سېوا فرق مخې ته راغلی دی، یعني د سړو په مقابل کې د مېرمنو ووټونه د مختلفو عواملو په سبب کم درج شوي دي.

د سياسي چارو کارپوهان وايي چې د مېرمنو د ووټونو په اندراج کې لوی خنډان ښځې د خپلو ایيني، بشري او مذهبي حقونو څخه لرې ساتل دي.

کارپوهان دا هم وايي چې د نادره د پيچيده نظام له امله هم ګڼ شمېر مېرمنې نه شي کولی چې قامي شناختي کارډ ترلاسه کړي چې دا ډول د ووټ یا د رای ورکولو جوګه شي.

سهیل خان وویل د مېرمنو د ووټونو د اندراج لپاره کمېشن کېمپېن شروع کړی او د کومو مېرمنو چې قومي شناختي کارډونه نه وي جوړ نو د هغوی ويړيا اندراج کولی شي۔

په اسلام آباد کې مېشت د سياسي او پارلېماني چارو کار پوهه قرېش خټک وايس اف امريکا ډيوه ته وايي په ټولنه کې ګڼ شمېر مېرمنې اينني او بشري حقونه نلري نو ځکه یې د ووټونو د اندراج شرح هم کمه ده۔ د "شناختي کارډونو جوړولو، په وراثت کې حصې ورکولو کې ړومبې د سړي شناختي کارډ جوړېږي او بيا که ضرورت وي نو د ښځې هغه جوړ کړي ګينې نه يي جوړه وي ورته."

د ډان رپورټ ښايي چې د بلوچستان په 33 ضلعو کي د 26 ضلعو، د پنجاب په 37 ضلعو کې د 17 ضلعو او د سند صوبې په 29 ضلعو کې د نهو ضلعو د سړو او مېرمنو د ووټون اندراج کې د 10 فيصده نه سېوا فرق يا جېڼډر ګېپ ريکارډ شوی دی۔

قرېش خټک زياته کړه چې د مېرمنو او سړو د ووټونو په اندراج کې فرق ختمولو لپاره بايد د شناختي کارډ د جوړولو په عمل کې اساني پېدا کړل شي۔ هغه وویل نادره چې د زېږېدلو په وخت د ماشوم اندراج کوي پکاره ده چې کله دغه ماشوم اتلس کلن شي نو د نادره د ریکارډ په بنیاد دې د هغه د ووټ اندارج هم وشي.

په پاکستان کې د ټاکنو په اړه کار کووونکې د يو غېر حکومتي ادارې فافين مشر حميد الله کاکړ وي او ای ډيوه ته وويل چې ترڅو د ووټونو په اندراج کې د مېرمنو او سړو ترمنځه فرق نه وي ختم شوی نو د ټاکنو جمهوري عمل به نيمګړی وي.

نوموړي زياته کړه د سياسي ګوندونو په هر يو علاقه کې خپل خلک شتون لري نو پکار ده چې دغه پارټۍ خپل کردار اده کړي او خلکو کې په دې اړه شعور پېد کړي چې د سړو په څېر د مېرمنو هم د ووټونو اندراج کېږي.

د سږ کال د اپرېل په مياشت کې مرکزي اليکشن کمېشن په یوې خبر پاڼه کې وویل چې د کال 2020 د اکتوبر په مياشت کې د هېواد په کچه د سړو او ښځو وټرانو د اندراج ترمنځه فرق 12-41 ملينه ريکارډ شوې وو خو وروسته بيا په دغه کې کمی راغلو او د سږ کال اپرېل مياشت کې دغه فرق 12-37 ميلينه مخې ته راغلې.