شاته

امریکا کې په یو پرېډ تېزرفتاره ګاډی ورغلی، پنځه تنه یې وژلي او لسګونه یې زخمیان کړي

د اتوار/یکشنبې په ورځ د امریکا د وېسکانسن ایالت په واکیشا ښار کې یو ګاډی د کرېسمس په ویاړ جوړ شوي یو پرېډ باندې ورغی، خلک یې لاندې کړل چې په کې پنځه تنه مړه او د څلوېښتو نه زیات ژوبل شول. په مړو او ژوبلو کسانو کې، تنکي ځوانان هم شامل دي.

د ښار ادارو په پېښه کې د مړو شویو کسانو د پېژندګلو په اړه څه اضافي معلومات ندي خواره کړي.

ځایي پولیسو ویلي چې د پېښې په تړاو یې یو کس ګرفتاره کړی دی. په وېسکانسن ریاست کې د پولیسو ذرائعو ویلي، هغوی اوس دا پلټنې کوي چې ممکن په پېښه کې ملزم کس، د کوم بل جرم د صحنې نه د تېښتې په لاره پرېډ باندې ورغلی وي.

د پولیسو یو چارواکي چې غوښتل نوم یې پټ وساتل شي، اېسوشیټډپرس خبري ادارې ته ویلي چې پلټونکو د ګرفتاره شوي کس نه د جرمي پېښې په اړه پوښتنې کړي کوم جرم کې چې ویل کیږي کومه چاړه استعمال شوې ده.

واکیشا په وېسکانسن ریاست کې د دوه اویا زره آباتۍ یو وړوکی ښار دی چې د مېلواکي ستر ښار نه ۳۲ کلومټره لېرې پروت دی.

په سوشل مېډیا کې د پېښې ویډیوګانې هم خورې شوي چې پکې یو اېس یو وي ګاډي په تېزۍ سره په پرېډ ورځي او خلک لاندې کوي. په پرېډ کې د هر عمر کسانو ګډون کړی و، او په زخمیانو کې د دوه کلن ماشوم نه واخله بیا تر زاړه کسانو پورې شامل دي.

د پېښې ځای د ګل/دوشنبې په ورځ هم پولیسو کلا بند کړی و او همدا راز په واکیشا ښار کې سکولونه هم نن بند و.

د پېښې په باب پلټنې روانې دي او نور جزییات به وروسته څرګند شي.