شاته

طالبانو د خپل حکومت ۲۷ نور غړي اعلان کړل؛ بیا هم ښځې په کې نشته 

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د خپلې کابېنې ځینې نور سرپرست وزیران او مرستیالان هم اعلان کړل چې یوه ښځه هم په کې نشته.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن دوشنبه نومبر ۲۲ (لړم۳۱) په خپل ټویټر کې د طالبانو د مشر هغه فرمان خپور کړی چې په کې د یو شمېر وزارتونو او لویو ادارو ریاستونو لپاره یې سرپرست وزیران،‌ مرستیالان او رئیسان ټاکلي دي.

په نوي اعلان شوي لست کې هم «مولویان او ملایان» او هېڅ یوه ښځه په کې نشته.

د طالبانو د حکومت په نویو ګمارنو کې په ۲۷موقفونو کې مسئولین ټاکل شوي دي چې «مولوي شهاب الدين دلاور د کانونو او پترولیم وزارت او ملا محمد عباس اخند د حوادثو ضد وزارت د سرپرستانو» په توګه معرفي شوي دي.

د دې تر څنګ مولوي حمد الله زاهد د ملي تدارکاتو د ادارې، مولوي قدرت الله جمال د تفتيش د عالي ادارې، مولوي محمدیوسف مستري د زندانونو چارو د تنظیم ادارې، مولويکرامت الله اخندزاده د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو د ادارېاو مولوي ګل زرين د سرحدونو او قبائلو چارو وزارت د کوچيانو د لوی رياست سرپرست مشران ټاکل شوي دي.

له دې وراخوا نور کسان یې د وزارتونو او ادارو مرستیالان او معاونین ټاکل شوي دي.

طالبان د اګست په میاشت کې کابل ته ننوتل او د سپتمبر په اومه نېټه یې خپله سرپرسته کابینه اعلان کړه.

هغه وخت د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي ووچې وزارتونه «سیاسي موقفونه دي» او هڅې روانې دي چې معینیان مسلکي کسان وګمارل شي، مګر په اوسني‌ لست کې هم لیدل کیږي چې د وزارتونو معینان هم «ملایان او مولیان»‌ دي.

یو شمېر هېوادونه په طالبانو انتقاد کوي‌ چې حکومت یې همه شمول نه دی، د نورو قوامونو او ګوندونو استازي په کې نشته، ښځې نشته او ټول یې د «دوی د ډلې» کسان دي.‌

تر دې دمه دطالبانو حکومت هېڅ هېواد په رسمیت پېژندلی نه دی او د رسمیت پېژندلو لپاره یې د نورو شرطونو تر څنګ یې یو شرط ورته دا ښودلی دی چې باید یې حکومت «همه شمول» ‌وي.