شاته

چودري: د لاقانونه تحریک لبېک سره به د وسله والې ډلې په څېر چلند کيږي

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چودري ویلي، تحريک لبېک پاکستان يوه لاقانونه ډله ده او اوس به حکومت د دې ډلې سره داسې چلند کوي څنګه چې د يوې وسله والې ډلې سره کوي.

چودري ویلي، د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ غونډه شوې چې پکې د پوځ او استخباراتي ادارو په ګډون پکې د اړونده ادارو چارواکي هم موجود وو، څرګنده پاليسي جوړه کړی شوې او فېصله شوې چې د لاقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک لبېک سره به د يوې وسله واله ډلې په شان چلند کيږي.

هغه زياته کړې د دې ډلې سره به د يو سياسي ګوند په څېر چلند نه شي کولی، د نوموړي په وېنا د دغه ډلې په اړوند ټولو ادارو له خپله زمه واری ترسره کول پکار دي ځکه چې دې ډلې ته تراوسه پورې په انتخاباتو کې د برخې اخستو اجازت شته نو اليکشن کمېشن او عدالتونه دې هم دې ډلې ته وګوري.

د تحریک لبېک ډلې د حکومت سره د مذاکراتو ناکامه کېدو وروسته يادې ډلې پرون د شورو/ چهارشنبې په ورځ (27 اکتوبر) بيا د لاهور نه اسلام اباد پله لاريون پېل کړی او بيا د لاريون کوونکو او پوليس ترمنځ نښتې شوي دي.

د کورنيو چارو وزیر شېخ رشيد ویلي په دغو نښتو کې درې پوليس وژل شوي او د 70 پورې نور ژوبل شوي خو ځايي میډيا د څلورو پوليسو د وژل کېدو خبر ورکوي.

په ټولنيزو رسنیو داسې هم ویل شوي چې د تحریک لبېک غړو ويلي، چې حکومت پرې تېزاب شيندلي دي خو چارواکو په دې اړوند څه نه دي ویلي. ځايي میډيا وايي د تحریک لبېک ډلې غړو په کامونکي کې پړاو اچولی دی.

د تحریک لبیک غړي له مرکزي حکومته غواړي چې د دوی نیول شوی مشر سعد رضوي دې خوشی کړی او د اسلام د پیغمبر د خاکو جوړولو پر سر دې د فرانس سفیر له پاکستانه وباسي.

خو شېخ رشید ښکاره ویلي چې په پاکستان کې د فرانس سفارتخانه نه شي تړلی او د فرانس سفیر په پاکستان کې دا مهال نشته.

شېخ رشید ویلي د حالاتو قابو ساتلو دپاره نیم پوځي ځواک رېنجرز یې د 60 ورځو لپاره ګومارلي او پنجاب حکومت ته یې واک سپارلی چې هر ځای وغواړي له رېنجرز ځواک څخه د پوليسو په څېر کار واخلي.

د ځاي میډيا ترمخه د تحریک لبېک ډلې د تيرو 11 ورځو راهسې په اسلام اباد کې کله احتجاجي لړۍ دوامداره ساتلې او کله يې ودرولې ده او دا وخت د اسلام اباد او راولپنډۍ ترمنځ سړک بند کړی شوی دی.

د پاکستان حکومت د روان کال د اپرېل د میاشتې په 15 تحریک لبېک لاقانونه ډله ګرځولې وه.