شاته

دخلیلزاد لخوا داشرف غني په حکومت دفشار دریځ ته څېړونکي په څه نظر ګوري ؟

د افغانستان د روغې جوړې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد له استعفا ورکولو وروسته امريکايي مطبوعاتي ادارې سي بي اېس سره په مرکه کې ويلي د حکومت پريښودو يې يو علت دا هم دی چې د زمکنيو حالاتو برعکس په امريکا کې بحثونه کیدل۔

نوموړي دا هم ويلي چې بايد امريکا په اشرف غني نور هم فشار اچولی وی خو کار پوهان دخليلزاد دغو خبرو سره اتفاق نه کوي۔

دوئ وايي امريکا په افغانستان کې د اشرف غني په حکومت د ضرورت څخه زيات فشار اچولی ؤ چې دا کم پکار ؤ او زياتوي امريکا په طالبانو ځکه فشار نه شو راوړلی چې هغوئ د امن تړون ختمېدو په پائ کې يو ځل بيا جنګ ته تيار وؤ۔

په پېښورکي مېشت د نړيوالو اړيکو ماهر پروفېسر اعجاز خټک دعوه کوي امريکا دحد نه سېوا فشار د اشرف غني په حکومت اچولو او هم دغه وجه ده چې طالبانو خپله هره خبره په دوئ ومنله۔

" زما په خيال په اشرف غني حکومت د ضرورت نه زيات فشار اچول شوی ؤ، دې نه کم پکار ؤ، پکار وه چې د اشرف غني حکومت سره يې مرستې کولی که پوځونه يې وېستلی، کومه خبره به دوئ کوله هغه به نه منله دوئ به پرې زور واچولو هغه به يې ومنله، هغې سره طالبان نور زړه ور کېدل او داشرف غني حکومت او دوئ کمزوري کېدل"

په جرمني کې مېشت افغان څېړنکار فهيم سعادت وي او ای ډيوه ته وايي امريکا غوښتل چې د افغانستان څخه اوځي ځکه يې د امن پروسه کې په طالبانو زيات فشار نه شو راوړلی۔

هغه وایي د سولې پروسه امريکا شروع کړې وه او امريکا د دې طرفدار وه چې سوله بايد ختمه شي

د نوموړي په وینا "طالبان خو د سولې پروسې ته راغلل خو د ډېره حده پورې په خپلو شرطونو راغلل، طالبانو ويل که مثال مونږه د فشار لاندې راولئ نو مونږ د سولې نه لاس اخلو او مونږ چې سوله کوؤ نو په خپلو شرطونو به یې کوؤ ځکه چې سولې ته تاسو ( امريکا ) عجلت لرئ مونږ لا اوس هم جنګ ته حوصله لرو"

د افغانستان د روغې جوړې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد څو ورځې وړاندې د خپلې څوکۍ څخه استعفا ورکړې ده۔

داحمد مسعود په مشرۍ دطالبانو دمخالفې مقاومتي جبهې ویاند علي مېثم نظري په خپل ټويټ کې وايي د امريکا حکومت بايد د زلمي خليلزاد دجرمونو کوونکې ډلې طالبانو سره د پټو معاملو هر اړخېزه څېړنه وکړي۔

علي میثم نظري وايي په تېرو دريوؤ کلونو کې یې یوې ترهګرې ډلې ته د مشروعیت او امتيازاتو ورکولو دلارې پرته له دې چې په بدل کې یې د پام وړ کوم څيز ترلاسه شي،د افغانستان او امریکا دواړو سره خیانت وکړو۔

خليلزاد په مرکه کې زياته کړې د استعفا ورکولو يو علت یې دا هم دی چې کوم بحث کېدو هغه شان نه ؤ څنګه چي واقعيتونه او حقايق پېښ شوي د هغې په بنسټ پکار وو، چې څه وشول، څه کېدل او زمونږه متبادل څه ؤ؟

د افغانستان د پارلیمان پخوانۍ غړې ډاکټر نسرين اوريا خېل په نظر زمکنی حقيقت امريکا ته وړاندې کول د زلمي خليلزاد ذمه واري وه نو څنګه هغه اوس د خپلې استعفا لپاره دغه جواز جوړوي۔

وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغې ویلي" په دې ماموريت کې چې کوم حقيقتونه په کابل يا افغانستان کې رامخې ته وؤ هغه شان یې په واشنګټن کې انعکاس نه کولو، نو دا خو بيا هم دده وظيفه وه که په حقيقت پوهیدو او که چرته په حقيقت نه پوهیدو نو بیل یې خپله دنده ولې پرمخ وړله هم په هغه مهال به یې استعفا کړې وه، اوس دا استعفا هیڅ مفهوم نه لري، او د افغانستان خلک په دې قناعت نه کوي"

خليلزاد د تيرو دریوؤ کلونو نه د صدر جوبايډن او پخواني صدر ډانلډ ټرمپ په وخت کې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی پاتې شوی دی۔

له دې وړاندې هغه د پخواني صدر جارج ډبليو بش په وخت کې په ملګرو ملتونو، عراق او افغانستان کې سفارتکار هم پاتې شوی ؤ۔

د کولمبيا پوهنتون پخوانی پروفېسر زلمی خليلزاد هغه وخت د امریکا د کارټر انتظاميې برخه جوړ شوې وه چې کله امریکا د دشوروي ایتلاف پر ضد جګړه کې د افغان مجاهدينو ملاتړ پیل کړی ؤ۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د سیمې د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.