شاته

چارواکي: په خېبرپښتونخوا کې ماشومانو ته د پولیو وېکسین نه ورکوونکو خلکو شمېره کمه شوې

د خېبرپښتونخوا د پوليو د مخنيوي ادارې چارواکي وايي صوبه کې د مذهب په بنياد ماشومانو ته د پوليو وېکسین نه د انکار کوونکو خلکو شمېره کمه شوي ده.

د خېبرپښتونخوا په 13 ضلعو کې د اکتوبر د 21 مې نيټې نه شروع شوی خصوصي پوليو کېمپېن د شورو، چهارشنبې، په ورځ سر ته ورسېدو.

دغه خصوصي پوليو کېمپېن کې 31 لکه 35 زره ماشومان هدف وو چې پکې 31 لکه او10 زره ماشومانو ته پوليو قطرې رسيدلي دي۔

د خېبرپښتونخوا د پوليو د مخنيوي اداره وايي د پوليو قطرو څخه بچ پاتې 25 زره ماشومانو لپاره لا هم هلې ځلي رواني دي۔

د خېبرپښتونخوا د پوليو د مخنيوي ادارې مشر عبدالباسط وائي صوبه کې پوليو کېمپېنو په وخت د قطرو نه بچ پاتې ماشومان د پوليو واېرس د خورېدولپاره خطر جوړيدی شي او کوښښ کوي چې دغه ماشومان هم وېکسېن کړي۔

عبدالباسط وایي "اوس هم د ماشومانو يوه مخصوص شمېره موجوده ده کوم چې زمونږ هدف نه سېوا دي او په پوليو ضد کېمپېن کې نه وېکسېن کيږې۔ دغه بچ پاتې ماشومان د پوليو واېرس خورېدو لپاره کافي دي۔ زمونږ ړومبنۍ ترجيحاتو کې دغه ماشومان شامل دي چې دوې د پوليو وېکسېنيشن په دائره کې راولو"۔

اي او سي وايي دپوليو کېمپېن معیار ښه شوی دی او د ستمبر پوليو ضد کېمپېن کې 99 فیصد ماشومان د پوليو واېرس په ضد وېکسېن شوي وؤ۔ دي تر څنګ نه يواځې صوبه د تېرو پنځلس مياشتو راهسې پوليو فري پاتي شوې ده بلکه د چاپيريال په اوبو کې هم پوليو واېرس نه دی موندلی شوی

د خېبرپښتونخوا د پوليو د مخنيوي ادارې ترمخه خېبرپښتونخوا کې د مذهبي، سياسي او ځايي مشرانو په مرسته د انکاري خلکو کچه راکمه شوې ده.

د پېښور قاري محمد رئيس د تېرو پنځو کالو راهسي په پېښور کې د پوليو ټيمانو سره کور په کور ګرځي او د پوليو قطرو څخه انکاري خلک د قانع کولو کوښښونه کوي.

قاري محمد رئيس وايي پېښور کې د تېرو وختونو په پرتله د مذهب سره تړلي خبرو په بنياد د انکاريانو شمېره راکمه شوي ده او زياتره انکاريان بغير د څه وجې او يا حکومت نه دغوښتنو په بنياد خپل بچي نه وېکسين کوي۔

قاري محمد ادريس وايي "کوم پاتې ماشومان دي هغوي ته پوليو قطري اچولو لپاره مونږ نن هم ګرځو۔ په دې کې ځينې د مهمند او ځينې خلک د باجوړ سره تعلق لري۔ دغه خلکو ماشومانو ته پوليو قطري اچولو څخه قسم کړی و خو چې مونږ ورغلو نوهغوي زمونږ ډېر قدر اوکړو او زما په وېنا یې خپل ماشومان وېکسېن کړل"۔

د پوليو د مخنيوي نړيوالو ادارو د يو څېړنیزرپورټ ترمخه پاکستان کې 30 فيصد خلک د مذهب په بنياد او 70 فيصد خلک د صحت، حکومت نه د غوښتنو او نورو وجوهاتو په بنياد د پوليو قطرو څخه انکار کوي.

په دي اړه د پاکستان اسلامي نظرياتي کونسل د سلو نه سېوا عالمانو فتوې په يو کتابي شکل کې راټولې کړي دي چې دا ډول د پولیو وېکسین په اړه د خلکو شک لري کړې۔

د پېښور محمد آصف هم هغه تنانو کې شامل و چې د هغه په قول د پوليو قطروپه حقله یې منفي سوچ لرلو خو اوس خپلو ماشومانو ته پوليو ضد څاڅکي ورکوي.

محمد آصف وايي " ما د پوليو قطرو په حقله ډېري منفي خبرې اورېدلي وې او له دې وړاندي په بډه بيره کې هم يوه پېښه شوې وه کوم چې زما فکر ئي بدل کړی وؤ۔ خو بيا د پوليو ټېم راغلو او زه یې په دې خبره مطمین کړم چې په دې قطرو کې هيڅ داسې اجزاۍ نه دي شامل کوم چې نقصان ورکوي۔ نو زما تسلي روستو مې خپل ماشوم د پوليو واېرس په ضد وېکسين کړو"۔

په ټوله نړۍ کې د پېښور شاهين مسلم ټاؤن د پوليو واېرس مرکز بلل کيږې۔ که څه هم د دغه سېمې په چاپيريال کې پوليو واېرس شتون لري نو بلخوا د پوليو قطرو په اړوند د خلکو فکرونه هم بدل دي۔

د شاهين مسلم ټاؤن په يکه توت سېمه کې څه موده وړاندي خواؤشاء 4500 انکاريان موجود وؤ خو د قاري محمد رئيس خان په هلو ځلو دغه شمېره يواځي 84 انکاريانو پورې محدوده شوې ده۔