شاته

ګاونډي ملکونو په افغانستان کې د ټول شموله حکومت غوښتنه کړې

د افغانستان په موضوع د ایران په کوربتوب غوڼده کې ګاونډي ملکونو په کابل کې د ټول شموله حکومت غوښتنه وکړه، ایران په طالبانو غږ وکړو چې د ګاونډي ملکونو په اړه دې دوستانه دریځ خپل کړي او د روس خارجه وزیر وویل سیمه اییز ملکونه دې امریکايي او نېټو ځواکونو ته په خپله خاوره د پاتې کېدو اجازت نه ورکوي.

د رویټرز خبري ادارې د رپورټ ترمخه د روس خارجه وزیر سرګی لاو رو د شورو، چهارشنبې، په ورځ د تهران غونډې ته د وډیو کانفرنس دلارې وویل چې د افغانستان ګاونډيان دي په خپلو ملکونو کې دې د امریکې او نېټو ځواکونو هېڅ ‌ډول موجودګي نه پرېږدي.

د سرګی لاو رو په قول افغانستان نه د انخلا وروسته امریکا او نېټو په سیمه کې بل ځای ځواکونه په ځای کول غواړي.

د رویټرز رپورټ وايي ماسکو نه یوازې په سیمه کې د ترهګرۍ د خپرېدو په اړه تشویش لري بلکې دا هم نه غواړي چې په سیمه کې د امریکې او د نورو مغربي ملکونو اثر زیات شي.

لاو رو دا هم وویل چې پکار ده چې افغانستان نه د کډوالو مخه ونیول شي. زیاته کړه چې د کډوالو په شکل کې مجرمانه او وسله والو عناصرو د افغانستان ګاونډیو ملکونو ته تګ شروع کړی دی.

د تهران په غونډه د ایران ترڅنګ پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان شرکت وکړو. طالبان په ناسته کې نه وو او د چین او روس استازو په انلاین بڼه پکې ګډون وکړو.

د الجزیره ټېلې وژن ترمخه غونډې ته د ايران خارجه وزير حسېن امير عبدالاحيان وویل ترڅو چې طالبانو په افغانستان کې ټولو ډلو ته په خپل حکومت کې برخه نه وي‌ ورکړي د هغوي‌ د حکومت په رسميت پېژندل به ممکن نه وي.

نوموړي‌ په افغانستان کې په بدامنۍ او د عامو خلکو او هزاره ټولنې په ضد د داعش د بريدونه غندنه وکړه.

ایراني خارجه وزير عبدالاحيان ووېل، ګاونډي هېوادونه دې په طالبانو د ټول شموله حکومت جوړولو دپاره فشار واچوي.

د ای اېف پي خبري ادارې رپورټ وايي د تهران په غونډه کې د افغانستان ګاوندیان په دې غرض يوځای شوي وو چې په کابل د طالبانو د واکمنۍ نه پس د وړاندې ټګ دپاره "روډ مېپ" یا تګلاره وټاکي.

د رپورټ ترمخه‌ د ایران خارجه وزیر حسېن امير عبدالاحيان وویل دا ضروري ده چې طالبان د ګاونډیانو په اړه د ملګرتیا دریځ خپل کړي او دا یقیني کړي چې ګاوڼدیانو به ته د افغانستان نه هیڅ خطر نه وي.

ایراني خارجه وزیر وویل غواړي په افغانستان کې د حقیقتونو او دې سره تړلي د ګاونډي ملکونو چې تر ټولو زیات به ترې متاثر کېږي د توقعاتو په اړه واضحه تصویر ولري. نړیوالو ادارو په افغانستان کې د اقتصادي او انساني بحران د رامنځته کېدو خبرداری کړی او جنګ ځپلي هېواد سره یې د مرستې غوښتنه کړې ده. د ایران لومړي نایب صدر وویل که چېرې په افغانستان کې د اقتصادي بدحالۍ مخه و نه نیول شوه نو دا بحران به د افغانسستان د سرحد نه بهر ګاونډي ملکونه او نړۍ هم متاثره کړي.

د ای اېف پي ترمخه، ایران د افغانستان سره 800 کلومېټره پوله لري او د طالبانو پخوانی حکومت یې نه و تسلیم کړی.