شاته

خوست: وزیرستاني کډوال وايي د طالبانو د راتلو سره ورته مرستې تړل شوي

د پاکستان سره په پوله پرتې د افغانستان د خوست صوبې په ګلان کېمپ کې مېشت د شمالي وزیرستان کډوال وایي طالبانو چې کابل او نور افغانستان نيولی د هغې وروسته د دوی مرستې بندې شوي او د سختو مشکلاتو سره مخ شوي او د واپسۍ غوښتنه کوي.

د خوست د ګلان کېمپ نه یو کډوال شاهدین وویل د ژمي موسم راغی او د دوی سره د یخنۍ نه د بچ کېدو هیڅ انتظام نشته. مرستې تړل شوي او اقتصادي وضعیت انتهايي ګډوډ دی.

هغه وویل دا وضعیت تر هغه وروسته جوړ شوی چې د طالبانو دغه سیمې نیولو سره د ملګرو ملتونو د مرستې ادارې خپل دفترونه تړلي دي.

هغه زیاته کړه یواځې د 600 کورنیو لپاره په کېمپ کې شیلټرز جوړیږی او په دې کېمپ کې د شمالي وزیرستان نزدې 7000 کورنۍ مېشته دي او چې کوم خلک د کېمپ نه بهر دي هغوي نور هم په مشکل کې دي.

یو بل تن میر عباس خان وویل تیر شوي (د اشرف غني) په حکومت کې به دوی ته د مالي مرستو سره د میاشتې خواړه چې پکې دوه ګوتې وړه او دالونو سره د خیمو او نورو څيزونو مرستې ترلاسه کېدلې خو اوس دغه مرستې تړل شوي دي.

هغه وویل دوی دلته نه خپل خپلوان او نه کاروبار لري په بازارونو کې مزدورۍ هم نشته او په دې کډوالۍ کې د سختو ستونزو سره مخ دي.

عبد الله نومي کډوال وویل پخوا په کېمپ کې يو ښوونځی وو چې پکې دوی په خپله د کډوالو په سلګونو شمیره ماشومانو ته تعلیمي زدکړې ورکولې هغه هم تړل شوی او دا په سلګونو شمیره ماشومان بې تعلیمه کیږي د علاج لپاره د صحت مرکز نه لري.

هغه دا هم وویل دوی ته په افغان پوله د بیرته راتلو اجازه نه ورکړل کیږي چې خپل ناروغان د علاقې یا هېواد نورو سیمو روغتنونو ته یوسي.

دغه کډوال اوو کاله مخکې د ضرب عضب پوځي عملياتو په پایله کې د پولې پورې غاړې افغانستان ته کډه شوي دي.

د افتونو په وخت د انتظام اداره پي ډي ایم وايي د دوی کره شمېره نه لري خو په تیرو شوو مرحلو کې نزدې 6000 د شمالي وزیرستان کډوالې کورنۍ افغانسان نه راستنې کړی شوي دي.

د پي ډي ایم ای ویاند احسان دواړ وویل دوی د پولې پورې غاړې په افغانستان کې میشت کډوالو اختیار نه لري خو په غلام خان بندر دوی ته انتظام لري او اداره تیاره ده کله چې دوی ته وویل شي دا کسان په واپس کړي.

هغه وویل دوی سره د شمالي وزیرستان 15230 کورنۍ رجسترډ دي چې پکې 2000 کورنۍ د بنو بکاخیلو په کیمپ کې مېشت دي دغه کډوالو سره د نړيوالو په ملاتړ هره میاشت 20000 روپۍ امدادي مرستې کیږي.

وي او اې ډيوه په دې اړوند د شمالي وزیرستان انتظامیه سره د رابطې هڅه کړې خو څه ځواب ورته نه دی ترلاسه شوی.

خو یو انتظامي چارواکي د نوم نه اخستلو په شرط وویل دغه کډوال د افغانستان پولې ته نزدې جوختو علاقو سره تعلق لري او دوی خپلو سیمو ته د ستنیدو غوښتنه کوي خو دغه علاقې لا تر اوسه امنیتي ځواکونو پاکې نه دي ګرځولي. هغه وویل په دې اړوند یې اعلا حکومتي چارواکي خبر کړي دي او زر به دا کډوال واپس کړي.

چارواکي وويل د غلام خان په پوله اېمبولنس سروس لري که چرته د پولې غاړې نه څوک ناروغه تن راولي نو کولی شي چې په پوله انټري يا اندراج وکړي د يوې اوونۍ نه دغه عمل پېل کړی شوی دی، خلک اوس کولی شي چې ناروغان درملنې له راولي.