شاته

پي ايي ای وايي دا هفته به افغانستان ته خصوصي پروازونه شروع کړي

د پاکستان هوايي کمپنۍ پي ايي ای ویلي د دې هفتې په اخیره کې به افغانستان ته خصوصي پروازونه بېا شروع کړي.

د کابل او اسلام اباد ترمنځ پروازونه د طالبانو او پي ايي ای ترمنځ د کرايي او د پي ايي ای عملې سره طالبانو د مبینه بدسلوکۍ په سر شخړې دلاسه د اکتوبر د 14 نېټې راهسې ځڼدېدلي دي. د الوتنو د ځنډېدو له امله د دواړو ملکونو ترمنځ سفر کوونکي وايي دوی د مشکلاتو سره مخامخ شوي دي.

د پي ايي ای وياند عبدالله حفيظ وي او ای ډیوه سره خبرو کې وویل پي ايی ای به د خالي، شنبې، (اکتوبر 30) په ورځ د اسلام اباد نه افغانستان ته چارټر پروازونه شروع کړي.

هغه وویل د پاکستان هوايي کمپنۍ يوه ډله کابل ته تلې وه او هلته يې د افغان طالبانو سره د پروازونو بیا پېل کولو په اړه خبرې کړې دي.

هغه وايي کابل ته د پروازونو تړلو لویه وجه دا وه چې افغان طالبانو به د پي ايي ای عمله زوروله او وهل ټکول به يې هم کول.

د پي ايي ای ترجمان د تازه خبرو په ځواب کې د طالبانو دریځ لا مخې ته نه دی راغلی خو طالبانو وړاندې ویلي چې د پي ايي ای عملې سره طالبانو د مبینه بدسلوکۍ پلټنې به کوي.

ډان ورځپانې د اکتوبر په 14 نېټه په خپله وېب پاڼه یو رپورټ کې وویل د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد ورته په اډیو (اواز) پېغام کې وویل چې د پي ايي ای عملې سره د بدسلوکۍ تحقیقات او اصلاح به کوي.

د رپورټ ترمخه طالب ترجمان زیاته کړه چې ټولې کمپنۍ او کاروبارونه ورته اهمیت لري. "مونږ د پاکستاني کاروبارونو په اړه مثبت دریځ لروو."

طالبانو د پي ايي ای او د کېم هوايي کمپنۍ نه غوښتلي چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ خپلې کرايي دې کمې کړي.

د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد د اکتوبر په 14 د ټوېټر دلارې وویل چې که چېرې دواړو کمپنو خپل ټکټونه په کابل د طالبانو د واکمنۍ نه د مخکې وخت کچې ته را نه وستل نو الوتنې به یې بندې کړی شي.

د پي ايي ای ترجمان عبدالله حفيظ وویل طالبان غواړي پي ايي ای خپله کرايه کمه کړي خو "مونږ ورته ویلي دي چې افغانستان کې حالات د معمول مطابق نه دي او پي ايي ای نه شي کولی چې د معمول مطابق پروازونه کابل ته پېل کړي خو ډېر زر به چارټر يا خصوصي پروازونه پېل کړو."

د پي ايي ای د الوتنو د ځنډولو وروستو نه يواځې مسافر اغېزمن شوي دي بلکې د دې سره سره د هوايي ټکټونه کاروبار سره تړلي خلک يا ټرېولنګ اېجنټان هم اغېزمن شوي دي.

د هوايي ټکټونو کاروبار کونکی يو ټرېولنګ اېجنټ شعېب بټ وايي د طالبانو د افغانستان د واک نيولو نه وړاندې به د کابل د پاره ټکټ تر څلوېښت زره روپۍ پورې ترلاسه کېدی شو خو اوس په دوه درې لکه روپۍ هم ټکټ ډېر په ګرانه ترلاسه کيږي. هغه وايي د ټکټ بېعه د زیاتېدو باوجود هم خلک اوس ټکټ پسې ګرځي .

هغه وویل د اسلام اباد نه د کابل د پاره يو اړخه کرايه د دوه لکو روپېو نه هم سېوا ده. "خلک مجبوره دي چې په دومره ګرانه بېعه هم دا ټکټ واخلي. ځکه چې خلک د افغانستان نه راتلل غواړي او د پاکستان د لارې نورو هېوادونو ته تلل غواړي."

يو بل ټرېول اېجنټ عديل شعېب وايي د ګرانې بېعې ټکټونو له وجې د دوي کاروبار هم ډېر اغېزمن شوی دی.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه وویل د اسلام اباد او کابل تر مينځ د څلوېښت دقيقو فلائېټ د پاره درې لکه روپۍ کرايه ډېره سېوا ده. "خلک نه شي کولی چې دومره ګران ټکټ واخلي چې له وجې يې زمونږ ګاروبار هم سخت اغېزمن شوی دی."

اسلام اباد نه کابل ته تلو د پاره د لکي مروت نه راغلی عرفان خان وايي کابل ته تګ غواړي خو ټکټ نه موندل کېږي.

عرفان خان د خپل مشکل په اړه وي او ای ډيوه ته وویل "پرون راهسې دلته اسلام اباد ته راغلی يمه او ټکټ پسې ګرځم، څوک راته وايي چې مونږ سره نشته، څوک راته بل ځای وښايي چې هلته لاړ شه. هلته يې راته ووئېل چې ټکټونه بند دي. نو هم دې لپاره هڅې کومه. اوس پام کومه چې په طورخم لاړ شمه. يقيني خو نه دي خو کېدېشي هلته لارې خلاصې وي ولې چې په کابل کې مو مهم کارونه دي."

په موجوده وخت کې د افغانستان او پاکستان تر مېنځه يواځې کېم ائير هوايي شرکت الوتکې چليږي چې د هغې دوه اړخيزه ټکټ هم ګران شوی او ټېکتونه یې نه ترلاسه کېږي.