شاته

تندروه ډلې تحریک لبیک بیا اسلام اباد ته لاریون پیل کړی

لاقانونه ګرځول شوې تندروه مذهبي ډلې تحریک لبېک پاکستان د مرکزي حکومت سره د خبرو دشنډېدو د ادعا په ترڅ کې د شورو په ورځ يو ځل بيا د پایه تخت اسلام اباد په لورى لاريون پېل کړی.

تېره ورځ دکورنیو چارو وزیر شیخ رشيد ویلي وؤ حکومت د فرانس د سفير له هېواده د له ویستلو پرته د تحريک لبیک ټولې غوښتنې منلې دي.

اخوا تحریک لبیک دعوه کړې چې د پولیسو لخوا اخ و ډب کې ددغه تنظيم پنځوس کسان ژوبل شوي خو انتظاميې ددې ادعا پخلی نه دی کړی.

اسلام اباد ته د تحريک لبیک دمظاهرچيانو د ننوتلو دمخنیوي په غرض انتظامې د فیض اباد انټرچېنج بند کړی او په پنډې کې هم ځائ پرځائ لارې تړل شوي دي.

د اسلام اباد په لوري د تحريک لبېک د لاريون د بيا پېلیدو په تناظر کې د پنجاب او مرکزي حکومتونو د تېرې شپې څخه مرکزي لارې تړلې دي او ځاى انتظاميې پایه تخت اسلام اباد ته د مظاهرچيانو د ننوتلو د مخنیوي لپاره د فېض اباد په مقام د پنډې او اسلام اباد ترمنځ يوازینۍ لاره تړلې ده.

د پنډې او اسلام اباد ترمنځ چلېدونکې د مېټرو بس سروس هم ځنډول شوی.

مطبوعاتي رپورټونه وايي چې په اسلام اباد کې د امنیت لپاره هم د رېنجرز او پولیسو اهلکار ګمارل شوي دي.

تیره ورځ د کورنیو چارو وزیر شیخ رشيد ویلي وؤ چې د هېواد څخه د فرانس د سفير یا د فرانس د سفارت تړلو نه علاوه یې د تحريک لبیک ټولې غوښتنې منلې دي.

هغه وويل حکومت د فرانس د سفير د ویستلو پرته د تحريک لبیک سره په کړو ژمنو ولاړ دی.

مطبوعاتي رپورټونه وايي چې د تېرې نهې په ورځ د وزير اعظم عمران خان د بني ګاله په کور کې يوې غونده کې چې په کې د پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه، د کورنیو چارو وزیر شیخ رشيد، د مذهبي چارو وزیر نورالحق قادري او د پنجاب اعلا وزیر عثمان بزدار ګډون درلود، پرېکړه شوې وه چې تر هغې به د تحريک لبیک سره خبرې ونکړل شي تر څو چې دغه ډلې خپل احتجاج نه وي ودرولی.

د ډيوه سره خبرو کې د تحریک لبېک وياند صدام بخاري ویلي لاريون يو ځل بيا د اسلام اباد په لوري پیل شوی او د سادوهوکي سيمې ته رسيدلی دی.

هغه وويل ترڅو حکومت د فرانس سفير له هېواده نه وي ویستلی، د ګوند دمشر سعد رضوي په ګډون یې نېول شوي فعالين نه وي خوشې کړې او په فورته شېډول کې د اچول شوو کسانو نامې په سملاسي توګه نه وي ویستل شوي نو د اسلام اباد په لوري به یې لاريون روان وي.

نوموړي دا ادعا هم کړې چې تيره شپه د حکومت سره اسلام اباد ته خبرو له تللي د ګوند مشر عنایت الحق او بل تن هم لا درکه دي او پته یې نه لګي.

د تحريک لبیک لخوا نن د شورو په ورځ جارى شوي بيان کې ویل شوي چې د پنجاب سادوهوکي په مقام پولیسو او رېنجرز د لاريون په ګډون کوونکيو اوښکې بهیونکي ګازونه کارولې دي او اخ و ډب کې ددغه ډلې پنځوس غړي ژوبل شوي دي خو پولیس ددې پخلی نه کوي.

د شورو په ورځ جارى شوې اعلامیه کې د لاقانونه تحریک لبیک ډلې مشر غلام عباس فيضي چې د حکومت سره په مذاکراتي ډله کې هم شامل ؤ، ویلي که حکومت د دوئ پرضد طاقت وکارولو نو دحالاتو ذمه وار به په خپله وى.

هغه په حکومت د مذاکراتو د ګډوډلو تور هم پورې کړو او وايي تحریک لبیک په خپل دريځ ولاړ دی.

د فرانس د سفير د هېواد څخه د ویستلو په غوښتنه د عمل درامد او د تنظيم د مشر سعد رضوي د خوشې کولو د غوښتنو په ترڅ کې تحريک لبېک د اکتوبر په 22 نېټه د اسلام اباد په لوري لاریون پیل کړی ؤ چې د حکومت سره د خبرو اترو لپاره یې د مريدکی په سیمه کې د اکتوبر په 23 نېټه هلته د ودرېدو اعلان کړی ؤ.

د حکومت او تحریک لبیک ترمنځ دلمړیو خبرو وروسته د تحريک لبیک شورا د خپلو غوښتنو د عملي کولو لپاره حکومت ته د اکتوبر د 26 نېټې تر ماښامه مهلت ورکړی ؤ او هم په مريدکی کې یې د پاتې کېدو اعلان کړی ؤ.

د تېرې جمعې په ورځ د لاريون د پېلیدو راپدېخوا د پولیسو سره نښتو کې درې پولیس واله مړه او د سلو څخه زيات ژوبل شوي وو.

تحريک لبیک هم د لسو کارکنانو د مړینې دعوه کړې خو ازادو سرچينو ددې دعوې پخلی نه دی شوی.

د لاقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک لبیک غوښتنه ده چې حکومت باید دوئ سره په کال 2020م او ورپسې کال 2021م کې کړي تړونونه عملي کړي.

د پاکستان د مرکزي حکومت او د تحريک لبیک دا ليکلي تړونونه د هغو مظاهرو وروسته شوي وؤ چې پکې حکومت ژمنه کړې وه چې د پېغمبر اسلام د سپکاوي د خاکو د خپرېدو پسر د پارلیمان څخه د قانون منظورېدو وروسته به د فرانس سفير له هېواده وباسي.