شاته

لکي مروت: په وسله وال بريد کې يو تاڼه دار او درې پوليس سرتيري وژل شوي

د خېبرپښتونخوا په لکي مروت ضلع کې په يو وسله وال بريد کې يو پوليس تاڼه دار (اې اېس ايي) او درې سپاهيان وژل شوي دي.

دا پېښه تيره شپه (26 اکتوبر) ناوخته د لکي مروت د صدر تاڼې په علاقه کې رامنځته شوې ده.

د صدر تاڼې مشر (اېس اېچ او) سيد ایاز خان وي او اې ډيوه سره خبرو کې وويل، يعقوب خان تاڼه دار سره د پوليسو د شپې په مهال د لکي مروت مياوالي په سړک په ګشت/ ګزمه وو.

هغه وويل دوی په يو هوټل ودرېدلي، چای یې څښله، په دغه مهال پرې وسله وال راغلي او ډزې يې پرې کړي او دوی يې څلور واړه یې وژلي دي.

ایاز خان وويل دا د ترهګرۍ پېښه ده.

هغه زياته کړه دوی ته د وړاندې نه کومه دهړکه نه وه، او نه دا ویلی شي چې د دې پېښې په شا د چا لاس دي خو وايي دا د ترهګرۍ پېښه ده.

په سمدستي ډول د دغه پېښې زمه واري چا نه ده منلې.

خو په 25 اکتوبر د لکي مروت سره نزدې په بنو ضلع کې لاقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان د يو پوليس سپاهي د وژلو دعوه کړې وه.

د خېبرپښتونخوا جنوبي ضلع لکی مروت چې د بنو، شمالي او جنوبي وزيرستان سره نزدې پرته سيمه ده، په وزيرستان کې په وروستیو کې په امنیتي ځواکونو بریدونه سېوا شوی چې د زياتره بريدونو زمه وارۍ پکې تحریک طالبان پاکستان منلي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​