شاته

افغانستان کې اعش ممکن تر شپږو میاشتو پورې دا وړتیا پیدا کړي چې امریکا باندې برید وکړي - چارواکي

د امریکا استخباراتې ادارو اندازه لګولې ده چې په افغانستان کې د داعش ډله، ممکن تر شپږو میاشتو پورې دا صلاحیت پیدا کړي چې په امریکا حمله ترسره کړي، او د دې کار دپاره نیت هم ورسره شته. دا خبره د نهې/سې شنبې په ورځ، د پالیسۍ په برخه کې د امریکا د دفاع وزارت نایب، کالېن کال، کانګرس کې وکړه.

د امریکا د دفاع وزارت – پنټاګان – نایب وزیر دا خبرې په داسې وخت کې کړي چې تر دې وړاندې هم د افغانستان د حالاتو او د امریکا قامي سلامتیا ته یې د خطرو په اړه خبرې شوې دي. ځیني په دې باور دي چې که څه هم امریکا د شلو کلونو جنګ وروسته د افغانستان نه خپل ټول پوځیان ایستلي، خو د افغانستان نه امریکا ته خطره لا د منځه نده تللې.

طالبان، چې په جنګ یې افغانستان باندې ولقه لګولې ده، کوشش کوي چې اوس افغانستان کې نظم برقراره کړي، خو داسې ښکاري چې د داعش ډلې ځانمرګو بریدونو، د طالبانو دې کوششونو ته خنډ جوړ کړی دی.

په هغو حملو کې چې ذمه واري یې داعش په غاړه اخیستې ده، په شیعه اقلیتونو ځانمرګي بریدونه، او آن په جلال آباد کې د یو طالب د سرغوڅولو پېښې شاملې دي.

د پنټاګان د پالیسۍ مشر کالېن کال، د سنېټ د وسله والو قواوو کمېټې ته په یوه اورېدنه کې وویل، تر اوسه دا معلومه نده چې طالبان به د داعش ډلې مقابله په اغېزمنه توګه وکړی شي او که نه.

کال پخپلو خبرو کې زیاته کړه: «زمونږ دا اندازه ده چې طالبان او د داعش-خراسان ډلې یو د بل د سر دښمنان دي. نو طالبان د داعش-خراسان ډلې د چقولو دپاره لویه حوصله افزائي لري. خو فکر کوم دا چې په دې کار کې د هغوی صلاحیت څومره دی، دا لا معلوم شوی ندی.»

ښاغلي کال سنېټرانو ته په خبرو کې دا اندازه هم ولګوله چې افغانستان کې د داعش جنګیاليو شمېر به "یو څو زرو کسانو" ته رسیږي.

بل اړخ ته د طالبانو د خارجه چارو نګران وزیر امیر خان متقي وعده کړې چې افغانستان کې د داعش ډلې خطره به هواره کړی شي. هغه دا هم ویلي چې افغانستان به په نورو ملکونو باندې د حملو کولو دپاره د یو مرکز په حیث ونه کارول شي.

بل پلو د القاعده ډلې په اړه د پنټګان نایب، کالېن کال، وویل چې دا ډله په افغانستان کې طالبانو سره د خپلو تعلقاتو له وجې، یو ډېره پېچلې ستونزه ده. د همدې تعلقاتو له وجې، د ۲۰۰۱ کال د سټمبر یوولسمې نېټې د حملو نه پس، د امریکا پوځ په افغانستان حمله وکړه، ځکه طالبانو د القاعده مشرانو ته ځای ورکړی و.

د ښاغلي کال وینا وه چې د القاعده ډلې دپاره به "یو یا دوه کاله" په کار وي چې د افغانستان نه بهر د امریکا په خلاف د حملو کولو صلاحیت پیدا کړي.

پس له هغه چې امریکا په افراتفري توګه د افغانستان جنګ پای ته ورساوه او خپل ځواکونه یې د هغه ځایه راویستل، دننه امریکا کې د صدر جو بایډن د مقبولیت کچه راټیټه شوه. بایډن ویلي چې امریکا به دې ته سخت پام کوي چې هسې نه د افغانستانه بیا د امریکا خلاف د کومې حملې سازش وشي.

کالېن کال امریکایي سنېټرانو ته وویل، د امریکا هدف دا دی چې داعش او القاعده ډلې دړې وړې کړي چې هغوی په امریکا باندې د حملې کولو صلاحیت پیدا نکړي، او امریکا ته په کار ده چې په دوی نظر وساتي.

خو د دې با وجود، امریکایي چارواکي، به صورت خصوصي، خبرداری ورکوي چې په افغانستان کې د امریکایي عسکرو په عدم موجودیت کې، د القاعده او داعش غوندې ډلو پېژندل او هغوی چقول، ډېر سخت کار دی.

د داعش او القاعده د ټکولو دپاره چې د امریکا کوم ډرون جهازونه افغانستان ته ځي، نو د خلیج د سیمې نه پروازونه کوي. کالېن کال وویل، امریکا تر اوسه پورې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو سره داسې څه معاهده نلري چې د ترهګرۍ ضد جنګ دپاره هلته پوځي اډې جوړې کړي.