شاته

شمالي وزیرستان: کابل خېل قوم د امنیتي ادارو پرضد احتجاج پېل کړ‎ی چې کورونه یې پرې خالي کړ‎ي

د خېبرپښتونخوا جنګ ځپلې قبایلي ضلعې شمالي وزیرستان په شیوا علاقه کې ځایي خلکو د امنیتي سرتیرو پرضد احتجاج کړی چې پهخلکو یې کورونو خالي کړ‎ي دي د کابل خېل قبیلې دا احتجاجي مظاهره پېل کړې دہ.

د علاقې پولیس تایید کړې چې امنیتي سرتیرو د سیکورټي اندېښنو له امله دغه کورنیو ته د کورونو خالي کولو امر تر هغې وروسته کړی چې تیره اونۍ په امنیتي سرتیرو وسله وال برید ترسره شوی وو، پولیس وايي احتجاج کوونکو سره یې د جرګې د لارې خبرې پیل کړي دي.

د شیوا کابل خېل قبیلې ریاض عسکر نومې تن وي او اې ډيوه ته وویل احتجاجي پرلت یې تر هغې وروسته پېل کړی چې په علاقه کېامنیتي سرتیرو د پینځو کسانو کورونه خالي کړي دي او د غورځولو امر یې کړی دی.

هغه وویل دا کورونه تر هغې وروسته خالي کړی شوي چې په یاده علاقه کې د امنیتي سرتیرو په یوه پوسته وسله وال برید شوی وو.

هغه زیاته کړې د کورونو نه ایستل شوي کسان چې پکې زنانه او ماشومان دي د هغوي لپاره په دې یخ موسم کې د سر سيوري او خوراک څښاک هیڅ انتظام نشته.

ھغه وویل د ضرب عضب عملیاتو پرمهال دوی کورونه پریښي وو او د عملیاتو وروسته دوی ته ویل شوي چې دا سیمې د وسله والو نه پاکې کړی شوي دي. خو بیا هم د ناامنۍ پیښې پکې رامنځته کیږي.

ریاض عسکر زیاته کړه د هرې ناامنۍ د پیښې وروسته ځایي ولس ځورول کیږي تشدد پرې کیږ‎ي او ګرفتاره وي یې.

هغه زیاته کړه د علاقې نه د صوبايي پارلیمان غړی او د صوبې د مرستو او بیا ابادکارۍ وزیر اقبال وزیر هم د دوی په دغه ستونزو غلی دی. ځکه مجبور شوي چې د احتجاج د لارې خپل اواز چارواکو ته ورسوي.

وحید الله نومي تن وویل دولس نفرہ کورنۍ لري د کور نه ایستل شوي زنانه یې د خپلو خپلوانو کورونو ته لیږلې دوی په علاقه کې د یو بل چا سره دېره شوي دي.

هغه وویل دا کور یې د عملیاتو وروسته په 40لکه روپو جوړ کړی خو دوی ته ویل کیږي چې دا به غورځول کیږي.

هغه وویل که څه یې جرم وي دوی دې عدالت ته وغواړي کور خو څه جرم نه دی کړې.

په شیوا کې د امنیتي سرتیرو په یوه پوسته وسله والو د اکتوبر په 18 نیټه بريد کړ‎ی وو، چې پکې د پاکستان یو عسکر وژل شوی او دوه نور پکې ژوبل شوي وو. د دغه برید زمه واري لاقانونه ګرځول شوې د پاکستاني طالبانو ډلې په غاړه اخستې وہ.

د پاکستان پوځ ويلي د ډزو وروسته امنیتي سرتیري د پیښې ځایې ته رسېدلي او د لټون عملیات یې پېل کړي دي.

خو دا یې نه وو ویلي د خلکو کورونه خالي کړی شوي دي.

د علاقې نه پولیسو افسر ډي ایس پي اعظم خان وویل دوه کورونه خالي کړی شوي چې د امنیتي سرتیرو پوستې سره په 30 ګزہ فاصلهکې دي.

هغه وویل د دغه ځای نه په امنیتي سرتیرو برید شوی وو.

ھغه زیاته کړه د احتجاج کوونکو سره یې سھار لیدلي او د ځایي جرګې د لارې یې خبرې پیل کړ‎ي دي کړې.

د روانې اکتوبر په میاشت کې په شمالي وزیرستان کې په امنیتي سرتیرو پینځه بریدونه شوي. چې پکې لس پاکستاني عسکر وژل شويدي

دغه بریدونه د شمالي وزیرستان په شیوا, سپین وام، ګړیوم او میرانشاه سیمو کې شوي دي او د دغو پیښو زمه وارۍ لا قانونه ګرځول شوېد پاکستاني طالبانو ډلې منلي دي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.