شاته

څېړونکی: پښتون او بلوڅ د پرامنه احتجاج حق نلري خو حکومت د تندروه ډلې غوښتنې مني

د لاقانونه ډلې تحریک لبېک د تشدد نه د ډکو مظاهرو او په دې کې د دریو پولیسو د وژل کېدو نه پس حکومت ویلي تحریک سره یې کامیاب مذاکرات کړي او د ډلې نیول شوي درې نیم سو پورې پلویان یې خوشي کړي او د دوی په ضد د ترهګرۍ مقدمې ختمې کړی شوي دي.

د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید ویلي د تحریک لبیک د پلویانو په ضد د ترهګرۍ په لړ کې درج مقدمې به د شورو، چهارشنبې، د ورځې پورې ختمې کړی شي.

ناقدین وایې د پاکستان د ریاست دا چلند چې د طاقتورو ډلو خبرې مني په راتلونکي وخت کې هغه خلق د طاقت په استعمال مجبورولی شي چې خپل حق د پاره په پرامنه طریقه آواز پورته کوي.

تحریک لبېک پاکستان نه د فرانس سفیر د ویستلو او د خپل نیول شوي مشر د ازادولو دپاره د جمعې په ورځ لاریون شروع کړی و. د احتجاج په مهال د ډلې د پلویانو او پولیس په نښتو کې د درې پولیس وژل شوي دي، ګڼ شمېر کسان زخمیان شوي او پولیس د ډلې ځینې پلویان ګرفتار کړي وو.

د احتجاج ختموولو دپاره حکومت د ډلې سره خبرې کړي.

ټي اېل پي سره د حکومت د خبرو په اړه څېړونکي دا پوښتنه کوي چې حکومت ولې د یو داسې تندرونه تنظیم غوښتنې مني چې د تشدد لاره یې خپله کړې، د پولیس په وژنه کې لاس لري او حکومت ته کنځل کوي؟

څېړونکي عظیم کاکړ وایې چې د ریاست دا تګلاره څرګندوي چې څوک د خپلو غوښتنو د پاره د زور استمال کوي د هغه خبره به مني خو چې څوک په پرامنه طریقه خپل حق غواړي هغه په ځورول کیږي.

عظیم کاکړ وایې د پاکستان د دستور آرټیکل پنځلسم وایي د ملک ټولو خلقو سره به ریاست مساوي سلوک کوي خو تحریک لبیک سره د حکومت چلند نه ظاهرېږي چې که چېرې یو پنجابی تندروه تنظیم د حکومت اختیار چیلنج کوي نو خیر دی اؤ خو که چېرې بلوچ یا پښتون د خپل حق د پاره پرامنه احتجاج هم کوي نو د هیواد سره د هغه په وفادارۍ به شک کېږي.

کاکړ وايي پښتون اؤ بلوچ ته دا حق نشته چې اسلام آباد ته احتجاج د پاره راشې خو د تحریک لبیک په شان تندروه تنظیمونو د پاره اسلام آباد هر وخت خلاص وي.

خبریال غلام دستګیر وایې کال 2011 کې د کېنېډا نه طاهر القادري د پیپلز ګوند حکومت خلاق اسلام آباد ته رواستل شوی و، بیا کال 2017 کې تحریک لبیک د مسلم لیګ حکومت پرضد اسلام آباد ته رواستل شو اؤ هر چا ته معلومه ده چې د دې پسې د چا په لاس کې وې؟

تحریک لبېک سره د پوځ د مرستو خبره د هغه وخت راهسې ګردش کوي چې په 2017 په اسلام اباد کې د ډلې نه احتجاج نه وروسته په سوشل میډیا داسې وډیوګانې خپرې شوي چې ښيي د احتجاج نه پس د پوځ یو افسر مظاهرچیانو ته پېسې ورکوي. د سپریم کورټ جج جسټس فایز عیسا هم د پوځ په دغه مبینه کردار سخت تنقید کړی.