شاته

کرکټ کپ: افغانستان سکاټلنډ ته د۱۹۱ رنزونو هدف وټاکه

د کرکټ د شل آوره نړېوال کپ (ټي-۲۰) په لوبو کې افغانستان خپله اوله لوبه د سکاټلنډ په وړاندې پیل کړه او په اول میدان کې یې سکاټلنډ ته د ۱۹۱ منډو هدف وټاکه، چې د ماهرینو په وینا، دا یو لوړ هدف دی او دا چانس ډېر زیات ښکاري چې افغانستان دا لوبه نن وګټي.

د دې لوبې تر ټولو زیات رنزونه نجیب الله ځدراڼ ترسره کړل. هغه په نولسم آور کې پنځوسیزه (هف-سېنچري) پوره کړه.

د لوبې نه مخکې، په اول سر کې ټاس (پچه) د افغانستان ټیم وګتله او کپټن نبي د بېټینګ یا توپ وهلو فیصله وکړه.

په افغانستان کې د وروستیو بدلونونو په ترڅ کې، طالبانو په حکومتي ادارو کې ملي بېرغ او ملي سرود هم منعه کړی دی، خو د نن ورځې په لوبه کې چې په نړېواله کچه لیدل کېدله، د افغانستان ملي بېرغ میدان ته راوړل شو او د افغانستان ملي سرود (قامي ترانه) هم وغږول شوه چې اثرات یې د افغان کرکټ لوبغاړو په څهرو کې لیدل کېدل.

حضرت ځاځی او محمد شهزاد د افغان ټيم اوپنران و. هغوی ښه تېزه لوبه (پاور پلې) وکړه او په سر کې یې د افغانستان دپاره د کامیابۍ چانس لوړ کړ. حضرت ځاځي څلورڅلوېښت (۴۴) رنزونه او شهزاد دوه وېشت (۲۲) رنزونه جوړ کړل. د هغو نه پس د نجیب ځدراڼ او رحمن الله ګوربز پارټنرشېپ هم ښه و.

لوبه لا روانه ده او وبه کتل شي چې په دویم میدان کې سکاټلنډ څنګه بېټینګ کوي.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۱۹ کلونو تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.