شاته

کرکټ کپ: افغانستان سکاټلنډ ته په ۱۳۰ منډو سخته ماتې ورکړه

د کرکټ د شل آوره نړېوال کپ (ټي-۲۰) په لوبو کې افغانستان نن د ګل/دوشنبې په ورځ سکاټلنډ ته په ۱۳۰ رنزونو ماتې ورکړه او شانداره کامیابي یې وګټله. د روان کرکټ کپ په لوبو کې تر اوسه هېڅ لوبډلې دومره جګ هدف نه و ټاکلی لکه افغانستان چې سکاټلنډ ته (۱۹۱) وټاکه.

په نننۍ لوبه کې مجیب الرحمن پنځه وېکټې واخیستلې چې درې یې په یو آور کې و. مجیب د لوبې غوره لوبغاړی (پلېئر آف دې مېچ) وګڼل شو. د مجیب نه وروسته، راشد خان ډېرې وېکېټې واخیستې او څلور (۴) لوبغاړي یې وسوځول. نوین الحق او محمد شهزاد هم په ګډې هڅې سره یوه وېکټه واخیسته.

د لوبې نه مخکې، په اول سر کې ټاس (پچه) د افغانستان ټیم وګتله او کپټن نبي د بېټینګ یا توپ وهلو فیصله وکړه.

افغانستان په اول مېدان کې ۱۹۰ رنزونه جوړ کړل. د دې لوبې تر ټولو زیاتې منډې نجیب الله ځدراڼ ترسره کړې. هغه په نولسم آور کې پنځوسیزه (هف-سېنچري) پوره کړه.

حضرت ځاځی او محمد شهزاد د افغان ټيم اوپنران و. هغوی ښه تېزه لوبه (پاور پلې) وکړه او په سر کې یې د افغانستان دپاره د کامیابۍ چانس لوړ کړ. حضرت ځاځي څلورڅلوېښت (۴۴) رنزونه او شهزاد دوه وېشت (۲۲) رنزونه جوړ کړل. د هغو نه پس د نجیب ځدراڼ او رحمن الله ګوربز پارټنرشېپ هم ښه و.

لوبه لا روانه ده او وبه کتل شي چې په دویم میدان کې سکاټلنډ څنګه بېټینګ کوي.

په افغانستان کې د وروستیو بدلونونو په ترڅ کې، طالبانو په حکومتي ادارو کې ملي بېرغ او ملي سرود هم منعه کړی دی، خو د نن ورځې په لوبه کې چې په نړېواله کچه لیدل کېدله، د افغانستان ملي بېرغ میدان ته راوړل شو او د افغانستان ملي سرود (قامي ترانه) هم وغږول شوه چې اثرات یې د افغان کرکټ لوبغاړو په څهرو کې لیدل کېدل.

د افغانستان بله لوبه راتلونکې جمعې په ورځ د پاکستان په وړاندې ده.