شاته

اروپایي ټولنه: بیرته افغانستان ته ځو، طالبان: امنیت مو نیسو 

وروسته له هغې چې د اروپایي ټولنې ماموریت په احتیاط سره بیرته په افغانستان کې د خپل ماموریت د پیل کولو خبر ورکړ، د طالبانو ډلې وویل چې د دغه ماموریت امنیت تضمینوي.

د اروپایي ټولنې یو مقام د فرانسې خبري اژانس ته وویل چې په افغانستان کې د محدود شتون د ایجادولو په اړه کار روان دی.

د اروپایي ټولنې دغه مقام د نوم د نه ذکر کیدو په شرط وویل: "د امنیتي دلیلونو په وجه نشو کولای چې پدې هکله زیات جزییات وړاندې کړو."

له دې دمخه فایننشل ټایمز ورځپاڼې رپوټ ورکړی و چې ددې اتحادیې ماموریت به د یوې میاشتې په ترڅ کې بېرته په افغانستان کې پرانستل شي.

وروسته له هغې چې د اګست په میاشت کې طالبانو په افغانستان کې د چارو واګې ترلاسه کړې، د اروپایي ټولنې ماموریت او د څو هیوادونو سفارتونو په کابل کې خپلې دروازې وتړلې.

خو بروکسل اوس په افغانستان کې د بشري کړکیچ په وړاندې د اقداماتو لپاره لیوال دی چې د طالبانو سره تعامل وکړي خو ددغې ډلې حکومت په رسمیت نه پیژنی.

تیره اونۍ د اروپایي ټولنې د بهرنیو پالیسۍ رئیس جوزپ بوریل، خبریالانو ته وویل چې ددې ټولنې غړو هیوادونو په کابل کې په خپل محدود شتون باندې موافقه کړې ده، تر څو ددغه هیواد د خلکو ملاتړ وکړي او د هغو افغانانو له مصون وتلو نه ډاډمن شي چې له ګواښ سره مخامخ دي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن د امتوبر په ۲۵ (لړم ۳) وویل چې د اروپایي ټولنې د ماموریت بیا پرانستل یو مثبت ګام دی او دغه ډله یې هرکلی کوي.

هغه زیاته کړه: "لکه څنګه چې په کابل کې د نورو سفارتونو امنیت تضمین شوی د اروپایي ټولنې د سفارت او کارکوونکو امنیت به هم تضمین شي."

د طالبانو له واکمنۍ دمخه په کابل کې د نړیوالو ملموریتونو امنیت د قراردادي شرکتونو او لویدیځو پوځیانو له لورې نیول کیده.