شاته

د چين کمپنۍ ويلي د داسو په ډېم بيا کار پېل کوي

د پاکستان د خېبرپښتونخوا صوبې په کوهستان سیمه کې د داسو ډېم په جوړولو مامور چينايي اينجينيرانو او ځايي کسانو باندې د بريد څو میاشتې وروسته د چين کمپنۍ ویلي، په داسو ډېم بيرته بيا کار روانوي.

د وي او اې اردو څانګې د خبر ترمخه د چين کمپنۍ ويلي، په داسو ډېم د کار دپاره به کار کوونکي په پړاوونو کې را وبلي.

د خېبرپښتونخوا په بر کوهستان ضلع کې د روان کال د جولايۍ د میاشتې په 14 د داسو په ډېم او بجلۍ په پروژه کار کوونکو چينايي اينجينيرانو او ځايي کار کوونکو په ګاډي چاودنه شوې چې پکې د نهه چينايي وګړو په ګډون 13 تنه وژل شوي او څو نور ژوبل شوي وو.

له دغې وروسته په داسو ډېم کار ودرول شوی وو، ځايي چارواکو دغه خبره تاييد کړې ده.

د خبر ترمخه د بر کوهستان مرستيال کمشنر محمد عارف خان يوسفزي ميډيا ته ويلي د داسو په ډېم د ګل/ دوشنبې د ورځې (25 اکتوبر) نه کار پېل کيږي.

په بر کوهستان کې د داسو په ډېم د کار کوونکو چينايي اينجينيرانو او ځايي کار کوونکو په بريد کې د وژنې وروسته په چينايي وګړو په ګوادر او کراچۍ کې هم بريدونه شوي وو.

او چين بيا د پاکستان نه غوښتي وو چې د چينايي وګړو د خونديتوب دپاره دې کوټلې ګامونه پورته کړي او په دوی په بريدونو کې ککړ کسان دې مالوم کړي او سختې سزاګانې دې ورته ورکړی شي.

روانه مياشت پاکستاني مطبوعاتو خبر ورکړی وو چې چين د جولایي په میاشت کې دپاکستان دننه په ترهګریز بريد کې د وژل شويو نهو چينايي وګړو لپاره دپاکستان نه 38 ميلیونه ډالرو معاوضه غوښتې ده.

د انګریزي ژبې دورځپاڼې بزنس ریکارډر په خبر کې ويل شوي وو چې چين ويلي تر څو چې وژل شويو چيني انجنيرانو ته معاوضه او تحفظ نه وي ورکړی شوی نو دداسو ډېم په منصوبه به دوباره تعميراتي کار شورو نه کړي.

د بر کوهستان مرستیال کمشنر عارف يوسفزي ویلي، په داسو کې د ډېم جوړولو د رغونې د کار پېل کولو نه وړاندې د امنیت ټول انتظامات مکمل کړی شوي دي. او امنيتي ځواکونه په علاقه کې ځای په ځای کړی شوي دي.

د وي او اې د خبر ترمخه دا وخت چې په پاکستان کې د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ (سي پېک) باندې کار روان دی د چين بېلابيلي 45 کمپنۍ په مختلفو پروژو کې په کارونو بوخت دي.