شاته

د سوډان وزیراعظم وايي پوځ یې د حکومت خلاف بغاوت کړی

د سوډان وزیراعظم عبدالله همدوک ویلي پوځ د هغه د حکومت خلاف بغاوت کړی او هغه په کور نظر بند کړی شوی دی.

د رویټرز خبري ادارې ترمخه، د ګل، دوشنبې، په ورځ پوځي عسکرو د کابېنې زیاتره غړي ګرفتار کړل او جنرل فتح عبدل فتح البرهان د ملک موقتی حکومت تحلیل کړو. د دې وروسته په لارو کوڅو کې ډزې اورېدل شوي او خلکو د زخمي کېدو رپورټونه هم ترلاسه شوي دي.

رویټرز په خپل رپورټ کې وویل جنرل عبدل فتح البرهان چې د خپلواکۍ شورا مشري کوي، هم دغه شورا او موقتي حکومت یې تحلیل کړو او په ټول ملک کې یې بېړنی حال په ځای کړو.

د رویټرز خبري ادارې ترمخه د بغاوت په حمایت کې بیان په نه جاري کولو وزیراعظم عبدالله همدوک نیول شوی او نامعلومه ځای ته منتقل کړی شوی دی. دا خبره د اطلاعاتو وزارت کړې چې ښکاري تراوسه د همدوک د پلویانو په لاس کې دی.

په خرطوم کې پوځي عسکر په ځای کړی شوي دي
په خرطوم کې پوځي عسکر په ځای کړی شوي دي

د اطلاعاتو وزارت د کودېتا په ضد د مزاحمت غوښتنه وکړه او ویې وېل په سلګونو زرګونو کسان لارو کوڅو ته راوتلي وو او په سر ښار خرطوم کې د پوځ د مرکزي دفتر سره نژدې د ډزو سره مخامخ شوي وو.

د ډاکټرانو یوې کمېټۍ په خپله فېس بک پاڼه وویل په نښتو کې لږ تر لږه 12 کسان زخمیان شوي دي.

د همدوک د دفتر یو چارواکي اېډم هرېکا رویټرز خبري ادارې ته وویل پوځ په داسې مهال بغاوت کړی چې د وزیراعظم سره د پوځ د مفاهمت دپاره خبرو کې مثبت پرمختګ کېدلو. د پوځ او وزیراعظم ترمنځ دغه خبرې د امریکې خصوصي استازي جېفري فېلټ مېن سوډان ته د سفر نه وروسته کېدلې.

رویټرز د خپل خبریال له قوله وايي د خرطوم په لارو کوڅو کې د پوځ او د خصوصي پېراملټري ځواک عسکر په ځای کړی شوي دي. خبریال وايي عسکرو د خلکو په حرکت کې خنډان ولاړ کړي وو او احتجاج کوونکو د سوډان بېرغې پورته کړې وې او د خرطوم په بېلا بېلو برخو کې یې ټایرونو ته اورونه اچولي وو.

د حکومت نه په مبینه توګه لرې کړی شوی وزیراعظم عبدالله همدوک اقتصاد پوهه او پخوانی سفارتکار دی چې د ملګرو ملتونو سره یې هم خدمات ترسره کړی دي.

د سوډان د اوږدې مودې راهسې امر عمر البشیر د احتجاجونو په ترڅ کې د لرې کېدو نه پس په 2019 کې همدوک د ملک موقتي وزیراعظم و ټاکل شو.

په سوډان کې د پوځي کودېتا خبرونه په داسې حال کې مخې ته راغلي چې اینده کال په ملک کې د عامو انتخاباتو تیاری کېدلو.

د مطبوعاتي رپورټونو ترمخه د پوځ‌ ځینو عناصرو د همدوک مخالفت کولو او د سېپټمبر په یوېشتمه نېټه د عمر البشیر پلویانو د حکومت د نیولو کوښښ وکړو خو بغاوت ناکامه کړی شو او ګڼ شمېر عسکر ونیول شوو.

د امریکې د څېړنې ادارې اېټلانټک کونسل د افریقايي چارو څېړونکی کېمرن هډسن وايي په سوډان کې کودېتا د جمهوریت ته ضربه ده.

د وي او ای رپورټ‌ وايي د امریکې خصوصي استازي جېفري فلېټ مېن د سوډاني مامورینو سره خبرو کې په سوډان کې جمهوریت سره د امریکې د ملاتړ څرګندونه کړې وه.