شاته

ایران د افغانستان پر وضعیت غونډه کوي، طالبان په کې ګډون نکوي

ټاکل شوې د چهارشنبې په ورځ اکتوبر ۲۵ (لړم ۳) په تهران کې د افغانستان د وضعیت د ارزولو لپاره د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو یو کنفرانس جوړ شي.

په دې کنفرانس کې به د پاکستان، ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیران ګډون وکړي او هم د چین د بهرنیو چارو وزیر به په انلاین بڼه په کنفرانس برخه واخلي.

د طالبانو د اسلامي امارت ویاند او د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال ذبیح ‌الله مجاهد کابل کې سیمه ییزو رسنیو ته ویلي، چې د طالبانو د اسلامي امارت پلاوی به په دغه کنفرانس کې ګډون ونګړي، خو ښاغلي مجاهد د کنفرانس د جوړیدلو د اقدام ملاتړ کړی دی او ویلي یې دي، چې دا کنفرانس د افغانستان په ګټه دی.

ایران تر اوسه دا نه ‌دي ویلي چې د طالبانواسلامي امارت استازو ته ‌یې په دې کنفرانس کې د ګډون بلنه ورکړې او که نه.

د افغانستان د سیاسي چارو کارپوهان وايي، ایران د افغانستان د وضعیت په اړه اندیښنې لري او هڅه کوي، چې د افغانستان ګاونډیو هیوادونو ترمنځ د دغه هیواد په اړه یو ګډ دریځ خپل کړي.

د سیاسي چارو کارپوه احمد سیعدي هم په دې نظر دی: "هدف د طالبانو په رسمیت پیژندل او نه پیژندل نه دي، د ایران د اسلامي جمهوري هدف دادی، چې دغه شپږ هیوادونه د ایران سره یو دریځ یو نظر غوره کړي".

د سیاسي چارو یو بل کارپوه شهزاده مسعود وايي د تهران کنفرانس د مسکو د کنفرانس څخه وروسته جوړیږي، چې د ده په نظر یوه مهمه غونډه ده.

ښاغلي مسعود وویل: "زه امید کوم، چې موجوده حکومت د دغسې سمه ییزو ناستو څخه د افغانستان په ګټه اعظمي ګټه واخلي امید مې دا و چې دې غونډې ته موجوده حکومت هم دعوت شي، خو داسې معلومیږي، چې موجوده حکومت نه دی دعوت شوی."

د سیاسي چارو یو بل کارپوه امین صداقت وايي چې ایران په افغانستان کې روان وضعیت په اړه او په ځانګړي ډول د اسلامي دولت یا داعش د فعالیت په هکله اندیښنې لري.

ښاغلی صداقت وايي چې افغانستان کې د اسلامي دولت یا داعش حضور هم د ایران اندیښنې زیاتې کړې دي.

ښاغلي صداقت وویل: "ایرانیان زیاته هڅه کوي، چې د خپل ختیځ سرحد کې ډیر د بې نظمیو شاهد نه وي د همدې له امله طالبانو سره په لوړه کچه غونډې کوي که څه هم د دې غونډو د پایلو په اړه په اوږده موده کې هم طالبان او هم ایرانیان په دې پوهیږي، چې کوم څه خاص به ترې ترلاسه نشي."

خو صداقت وايي، په لنډه موده کې کیدای شي دواړو خواو سره مرسته وکړي. د تهران کنفرانس په مسکو کې د افغانستان په هکله د جوړ شوي کنفرانس څخه نږدې دوه اونۍ وروسته جوړیږي.

د مسکو په کنفرانس کې د ایران او هند په ګډون د چین، روسیې او منځنۍ اسیا هیوادونو استازو او هم د طالبانو اسلامي امارت یو پلاوي ګډون کړی وو.