شاته

امریکا د مسکو څخه د مهاجرت ویزو ورکول بند کړل

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تائید کړه چې د مسکو په سفارت کې یې متحده ایالاتو ته د مهاجرت ویزې بندې کړي او هغه روسي اتباع چې د ویزې غوښتنه کوي، باید ګاونډي هیواد پولینډ ته ولاړ شي.

متحده ایالاتو د دې کار ملامتي د روسیې لخوا په لګول شویو محدودیتونو اچولې.

امریکا پداسې حال کې د روسیې پر ځای وارسا ته د مهاجرت د ویزو ورکول انتقال کړي چې د واشنګټن او مسکو تر منځ ستونزې ډیرې شوې.

روسیې د متحده ایالاتو د ویزو لیږدول غندلي.

د دې هیواد د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماریا زخاروف په تند غبرګون کې ویلي چې امریکایي دیپلوماتانو د ډیرې مودې راهیسې په روسیه کې د قونسلي خدماتو سیستم له منځه وړی.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویزو د لیږد ملامتي په مسکو اچولې.

د وزارت یو ویاند په یوې اعلامیې کې چې د فرانس پریس خبري اژانس ته استول شوې لیکلي، " د روسیې د حکومت د دې پریکړې له کبله چې د روسي اتباعو او یا دریم هیواد مامورینو ګمارنه، ساتنه او قرارداد کوونه یې منع کړي، د قونسلي خدماتو په وړاندې کولو کې یې زمونږ په وړتیا جدي اغیز کړی".

په اعلامیې کې همدرانګه ویل شوي چې په روسیه کې د قونسلي خدماتو د مامورینو شمیر بې حده لږ دی او نشي کولی عادي ویزې او امریکایي اتباعو ته خدمات وړاندې کړي.

په اعلامیې کې همدرانګه د مهاجرت د ویزې د متقاضیانو نه غوښتل شوي چې په وارسا کې د امریکا په سفارت کې د وخت اخیستو پرته دې سفر نکوي.

وارسا د پولینډ نه ۱۲ سوه کیلو متره لیرې دی او د امریکا د بهرینو چارو وزارت هم منلې چې د ویزو لیږد "غوره حل" نه و.

په اعلامیې کې ویل شوي، " مونږ په څو عواملو غور وکړ چې نږدیتوب، د پروازونو موجودیت، د متقاضیانو آرامتیا، زمونږ په سمیه ایزو مامورینو کې په روسي ژبې خبرې کوونکي پرسونل او د مامورینو موجودیت پکې شامل دي".

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت په ویب سایټ کې روسیه د هغو څو هیوادونو په لیست کې اچول شوې چې "متحده ایالات پکې هیڅ قونسلي استازیتوب نلري او یا سیاسي یا امنیتي وضعیت پکې دومره نازک یا نا معلوم دی چې د قونسلګرۍ مامورین نشي کولی د مهاجرت ویزوغوښتنلیکونه طی مراحل کړي".

پدې لیست کې ډیری هیوادونه د متحده ایالاتو سره یا هیڅ اړیکې نلري او یا یې اړیکې چندانې ښې ندي. کیوبا، اریتیریا، ایران، لیبیا، سومالیه، جنوبي سودان، سوریه، ونزویلا او یمن پدې لست کې شامل دي.