شاته

د سودان صدراعظم په کور کې نظر بند شوی

په سودان کې مطبوعات وایي نظامي ځواکونو چې معلومه نده څوک دي، د صدراعظم عبدالله حمدوک کور کلاب بند کړی او هغه یې پخپل کور کې نظر بند کړی.

د الحدث تلویزون د څو سرچینو له قوله چې نومونه یې ندي یاد شوي لیکلي چې نظامي ځواکونو نن دوشنبه اکټوبر ۲۴ (لړم۲)سهار وختي د صدراعظم کور محاصره کړ.

په همدې حال کې نظامي ځواکونو سهار وختي د صدراعظم د مطبوعاتو د سلاکار په کور ورغلي او هغه یې نیولي دی. د دې سلاکار د کورنۍ غړیو د هغه د نیول کیدو خبر د رویټرز خبري اژانس ته تائید کړی.

په سودان کې د ۲۰۱۹ کال راپدیخو چې پخوانی دیکتاتور عمر البشیر له واکه لیرې شوی، پوځ او ملکیان په ګډه حکومت چلوي. تیره میاشت هم د کودتا هڅه شوې وه چې د پوځ او ملکیانو تر منځ په یو بل د سختو تورونو پورې کولو سبب شوه.

ویل کیږي چې پوځ د ملکي کابینې څو تنه وزیران هم نیولي دي.

د عمر بشیر د لیرې کیدو لپاره څو میاشتې خلکو په لارو کوڅو کې مظاهرې وکړلې او بالاخره پوځ دغه پخوانی دیکتاتور له واکه لیرې کړ.

د ښاغلي بشیر د لیرې کیدو نه وروسته د سیاسي انتقال لپاره موقتي حکومت جوړ شو او پدې موافقه وشوه چې د ۲۰۲۳ په پای کې به انتخابات کیږي.

د حکومت اوسني مشران چې پوځ او ملکیان پکې شامل دي، دنده درلوده چې واک به په بشپړه توګه ملکي ادارې ته سپارل کیږي.

خو د سودان د بدلون او آزادۍ ځواکونو په نامه ملکي د ملکې ډلې یو غړي تیره ورځ د یوې "پټې" کودتا خبرداری ورکړی و.

د ملیکانو همدې ډلې د عمر بشیر د لیرې کیدو لپاره هم څو میاشتې مظاهرې وکړلې خو اوس په دوه برخو ویشل شوي. اصلي څانګه یې ملکیانو ته واک سپارل غواړي خو یوه بله ډله یې بیا نظامیانو ته د واک په سپارلو ټینګار کوي.