شاته

د طالبانو حکومت غذا د کار په بدل کې پروګرام پیل کړ 

د طالبانو حکومت په افغانستان کې نن یکشنبه اکتوبر ۲۴ (لړم ۲) له لوږې سره د مبارزې لپاره غنم د کار په بدل کې پروګرام پیل کړ.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل چې دا پروګرام به د افغانستان په ټولو لویو او کوچنیو ښارونو کې پلی کیږي او یوازې په کابل کې به ۴۰زره کسان په دغه پروګرام کې کار وکړي. نوموړي ویلي دي‌ چې دا یو «مهم اقدام» دی.

د طالبانو په دغه پروګرام کې کارکوونکو ته پېسې نه ورکوي او یوازې بېکارو هغو کسانو ته په کار کولو متمرکز دی چې په ژمي کې د لوږې له خطر سره مخامخ دي.

د دغه دوه میاشتني پروګرام په ترڅ کې به ۱۱۶۰۰ ټنه غنم په کابل، هرات، جلال اباد، کندهار، مزار شریف، پلخمري او ځینو نورو ښارونو کې ووېشل شي.

غنم د کار په بدل کې پروګرام کې به کارکوونکي لښتي او د وچکالۍ سره د مبارزې لپاره کاریزونو او د اوبو زیرمه کولو لپاره ځمکې کیني او ځینې دا ډول نور کارونه به هم کوي.

طالبانو نه دي ویلي چې دومره غنم له کوم ځای څخه ترلاسه کوي.

دا په داسې حال کې دي چې ملګرو ملتونو په افغاستان کې د اقتصادي سقوط د مخنیوي غږ کړی دی. د یوناما مشرې تیره ورځ د طالبانو د ریاست الوزرا د مرستیال عبدالسلام حنفي او د بهرنیو او مالیې وزارتونو له سرپرستانو سره لیدلي دي.

د یوناما په اعلامیه کې ویل شوي: «په افغانستان کې به د ملګرو ملتونو سازمان د ژوند ژغورونکو مرستو رسولو ته دوام ورکوي خو د ملګرو ملتونو استازې ټینګار وکړ چې ټول بنسټونه باید د اقتصادي ماتې دمخنیوي لپاره هرممکن څه ترسره کړي.»

په همدې حال کې د سویډن د پراختیايي چارو وزیر پیر اولسن فرید خبرداری ورکړ چې افغانستان د سقوط او پاشل کېدو په څنډه کې ولاړ دی.

نوموړي د یکشنبې په ورځ اکتوبر۲۴ (لړم۲) په دوبۍ کې د رویټرز خبري اژانس ته وویل که نړیواله ټولنه مرسته ونکړي افغانستان به ډېر ژر ناورین ته داخل شي.

نوموړي وویل: «دا هېواد (افغانستان) د سقوط (پاشل کېدو) په څنډه کې ولاړ دی او دا سقوط تر هغه څه چې موږ یې فکر کوو، ژر پېښیږي.»

د سویډن دغه وزیر ومنله چې اقتصادي بحران ترهګرو ډلو ته چاپېریال برابروي،‌ خو ټېنګار یې وکړ چې افغانستان ته به د طالبانو له لوري مرستې وانه استوي. هغه وویل چې سویډن به د افغانستان د مدني ټولنو سره بشري مرستې زیاتې کړي.