شاته

پښتو موسقۍ کې نوؤ تجربو د میلینونو خلکو پام ځانته اړولی دی

دا وخت په انټرنیټ د ځینو پښتنو سندرغاړو سندرې په میلیونونو خلک اوري، ګوري او خوښوي یې اؤ له دغې لارې زیاتره هنرمندان ځانته پیسې هم ګټي.

د موسیقۍ ماهران وایي ځوانانو هنرمندانو پښتو موسیقۍ کې نوې کامیابه تجربې کړې دي. کومې چې د خلکو د خوښۍ سوب ګرځیدلې دي.

د پښتو ژبې سندرغاړی عرفان خلیل ډیوه ته وایي موسیقۍ ته چې جدت ورکړی شي. خوند یې لا نور هم سیوا کیږي.


خو وتلی سندغاړی ګلزار عالم بیا وایي داسې ناکامه تجربې وړاندې هم شوې دي خو ځائ یې نه دی نیولی.

دا مهال پښتنو سندرغاړو نه یوازې د پښتو فولکلوري موسیقۍ ته نوی شکل ورکړی دی بلکې لیدل کیږي چې دنوي کول نارینه اؤ زنانه سندرغاړو د نورو ژبو سندرغاړي هم پښتو سندرو ویلو ته رابللي دي اؤ ددې ترڅنګ دوئ خپله هم فارسۍ او اردو ژبو کې سندرې وايي.

وایس آف امریکا ډیوه چې دیو سندرغاړي عرفان خلیل سره پښتو موسیقۍ کې د نوؤ تجربو په هکله خبرې وکړې نو هغه وویل څنګه چې د منطقې د نورو ژبو موسیقۍ خپل کلاسیکي اړخ هم ژوندی ساتلی دی او جدید طرز یې هم خپل کړی دی دغسې پښتو موسیقۍ کې هم ددې ډیر ضرورت ؤ.

هغه وایي اوس د تیرو دوه،دریوو کلنو نه دنوي کول هنرمندانو د پښتو موسیقۍ کې هم نوی طرز خپل کړی دی.

"دې سره یو خو زمونږ د پښتنو مشهورتیا کیږي. بل دا چې د موسیقۍ دنیا ته چې اوس کوم ځوان کول راغلی دی. دوي تعلیم یافته دي. نوځکه ددوي هر کار بدل دی"

دهغه په وینا موسیقۍ کې چې تاسو څومره بدلون کوئ. هاغه هومره به د هغې خوند زیاتیږي او خلک به یې ډیره خوښوي.

"دا وخت چې تاسو د نړیوال معیار کومې ویډیوګانې په انټرنیټ ګورئ. په میلیونونو تنان یې ګوري. نو دا مونږ پښتنو لپاره د ویاړ خبره ده"

عرفان خلیل زیاته کړه. تیرو شلو کلونو کې داسې ښکاریده چې کوم موسیقار به طرز جوړ کړو. په هغې به دیرش څلویښت نورې سندرې جوړې شوې. دده په وینا تخلیقي عمل اودریدلی ؤ. خو اوس چې ځوانانو هنرمندانو کومې تجربې موسیقۍ کې شروع کړې دي. وایي ښکاري داسې چې دې سره به نوؤ تخلیق کارانو ته لارې پرانستل شي.

بل پلو ته وتلی سندرغاړی ګلزار عالم وایي. تیرو وختونو کې هم داسې ناکامه تجربې شوې دي.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه وویل که پښتو موسیقۍ کې مونږ نوی کار وکړو نو دا به ګټه وره خبره وي. چې نوی کمپوزیشن خلکو ته وړاندې کړو او هغه خلک واوري.

دګلزار عالم په وینا "داسې تجربې مخکې هم شوې دي خو زیات ځایې یې نه دی موندلی. یوه تشه چې پیدا شي نو هغه به ارو مرو څوک نه څوک ډکوي. خلک غواړي چې خوندوره موسیقي واري"

ګلزار عالم زیاتوي په کروړونو خلکو چې تیرو دوه دریو میاشتو کې نوې یو څو سندرې خوښې کړې نو مطلب یې دادی چې خلک موسیقي اوریدل او د هغې ویډیوګانې کتل غواړي.

نوموړی وایي خلک هغه موسیقي خوښوي چې معیاري وي. طرزونه یې د بل چا نقل نه بلکې تخلیقي وي او د پښتو چې کوم روایتي طرزونه دي د هغې هم پکې خیال ساتل شوی وي.

دګلزار عالم په وینا که ګټورې تجربې دې لړ کې وشوې نو د پښتو موسیقي به یوځل بیا د منطقې خوندورو موسیقیو کې شامله شي.