شاته

د امریکا د مهاجرت ادارې ته د افغانانو ۲۰زره غوښتنلیکونه رسېدلي 

د امریکا د متحدو ایالتونو د تابعیت او کډوالۍ د خدمتونو اداره وايي چې په دې وروستیو کې په بیساري ډول د افغانانو ۲۰۰۰۰ غوښتنلیکونه ور رسېدلي چې غواړي له هېواد څخه ووځي او امریکا ته راشي.

د دغې ادارې یو چارواکي د امریکا د کانګرس غړو ته ویلي دي چې دا غوښتنلیکونه مستقیمآ له افغانستان څخه هم شوي دي خو تر ډېره امریکا کې مېشتو افغانانو له افغانستان څخه د خپلو عزیزانو د اېستلو لپاره سپارلي دي.

د طالبانو له راتګ او هلته د بهرنیو ځواکونو د شل کلن ماموریت تر اختتام وروسته، له افغانستان څخه د خلکو مهاجرت زیات شوی دی. دا لومړی ځل دی چې په دومره کم وخت کې د امریکا د مهاجرت دغې ادارې ته د افغانانو له لوري دومره ډېر غوښتنلیکونه سپارل کیږي.

Humanitarian Parole

د امریکا حکومت «Humanitarian parole » بشردوستانه «پیرول» په نامه د ځانګړې ویزه لري چې د بېړنیو شرایطو په اساس بهرنیو اتباعو ورکول کیږي چې امریکا ته داخل شي. د دغې ویزې هر غوښتنلیک ۵۷۵ ډالر لګښت لري.

خو دا ویزه په امریکا کې دایمي اقامې (ګرین کارټ) ضمانت نه دی او په دې ویزې باندې چې هر څوک امریکا ته راځي، کولای شي چې له راتګ وروسته د ژوند کولو او پاتې کېدو لپاره حقوقي‌ اقدمات وکړي.

د امریکا د متحدو ایالتونو د تابعیت او کډوالۍ د خدمتونو ادارې په ویبسایټ کې لیکل شوي دي چې معمولآ د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو څخه د کال ۲۰۰۰ دا ډول غوښتنلیکونه ترلاسه کوي.

د دغې ادارې یو چارواکي امریکا غږ ته په استول شوې اعلامیې کې ویلي دي چې د اګست د میاشتې راهېسې د افغانانو له لوري یې د دغې ویزې ترلاسه کولو لپاره ۲۰۰۰۰ غوښتنلیکونه ترلاسه کړي دي.

د پرسونل کموالی

د امریکا د متحدو ایالتونو د تابعیت او کډوالۍ د خدمتونو ادارې یو چارواکي تېره اونۍ د امریکا د ګانګرس غړو ته په دې اړه معلومات ورکړل. په دغې غونډې کې دا هم وویل شول چې د دومره ډېرو غوښتنلیکونو د ارزولو لپاره یوازې شپږ ماموران دي.

د ګانګرس یو غړي جیم لانګیوین انتقاد وکړ او وویل چې د دومره ډېر کار لپاره یوازې د شپږو کارکوونکيو ګمارل کافي نه دي. په تېرو څو ورځو کې یوازې شپږو کارکوونکو د ۱۴زره غوښتنلیکونه په ارزولو کار کاوه.

ښاغلي لانګیوین وویل: « زه دا خبره بیا کوم، د ۱۴۰۰۰ غوښتنلیکونو لپاره یوازې شپږ ماموران. دا بیخي د منلو نه دي. او زه د امریکا د متحدو ایالتونو د تابعیت او کډوالۍ په ادارې باندې غږ کوم چې دا نیمګړتیا ژر تر ژره پوره کړي.»

د ښاغلي جیم یو ویاند امریکا غږ ته وویل چې په دغې ادارې کې د مامورانو د کموالي مسئله د اکتوبر په ۱۲ نېټه د کانګرس په یوې غونډې کې مطرحه شوه.

یوه افغانه-امریکايۍ مدافع وکیله اوږۍ محمد وايي چې شاید د افغانانو له لوري دا غوښتنلیکونه نور هم زیات شي او ممکن د کال ۱۵۰زرو ته ورسیږي.

د نوموړې انتقاد هم په دې دی چې د امریکا د متحدو ایالتونو د تابعیت او کډوالۍ اداره دومره پرسونل او کارکوونکي نلري چې دومره ډېر غوښتنلیکونه دې وارزوي او کارونه یې خلاص کړي.

خو د امریکا د متحدو ایالتونو د تابعیت او کډوالۍ ادارې چارواکي ویلي: «موږ د رضاکارانو یوه سراسري غوښتنه کړې چې د بشردوستانه او پام وړ عامه ګټې «پیرول» د غوښتنلیکونو په پروسس کې مرسته وکړي او دا اداره به په راتلونکو اونیو کې د دې کار لپاره ډیر کارکوونکي وګماري.»

طالبان د اګست په ۱۵نېټه کابل ته ننوتل او د هغو له ننوتلو سره سم په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو له لوري د تخلیې پروګرام پیل شو. امریکايي چارواکي وايي شاوخوا ۱۲۴زره کسان یې له افغانستان څخه اېستلي دي.

په دغو کسانو کې د نړیوالو ځواکونو ترجمانان، همکاران، د ښځو د حقونو مدافعان، خبریالان، د مدني ټولنې استازي، د مخکني حکومت مامورین، سرتېري او نور شامل دي.‌ خو لا هم ویل کیږي چې زرګونه دا ډول کسان په افغانستان کې پاتې دي او د وتلو هلې ځلې کوي.

سره له دې چې طالبان ټېنګار کوي چې ټولو ته یې «عمومي بخښنه» کړې ده، خو یو شمېر کسان وايي چې د طالبانو په ژمنو باور نشي کېدای.