شاته

د ملګرو ملتونو ورځ؛ دې سازمان کې د افغانستان د کُرسۍ جنجالي برخلیک

د اکتوبر۲۴مه نېټه د ملګروملتونو ورځ ده. سږکال دغه نېټه داسې مهال رارسېږي چې په یاد سازمان کې د افغانستان د دایمي استازولۍ مساله او د دې کُرسۍ برخلیک د تا او ما ترمنځ، جنجالي شوی دی.

تازه، خبریاله انیسه شهید چې د افغان مېرمنو په یو پلاوي کې یې د پنجشنبې په ورځ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مقر کې د دغه سازمان له یو شمېر استازو او د بېلابېلو هېوادونو له سفیرانو سره کتلي ازادي راډیو ته یې ویلي، په یاده ناسته کې د افغانستان استازی نه و چې د دغه هېواد د خلکو ستونزې تر نړیوالو ورسوي.

دوی د افغان ښځو او نجونو د ستونزو په تړاو د دغه سازمان له استازو سره کتلي وو.

مخکې له دې په ملګروملتونو کې د افغانستان د ګوښه شوي جمهور رییس محمد اشرف غني د حکومت استازي غلام اسحق زي له ملګرو ملتونو غوښتي وو چې دی په خپل ځای پرېږدي او د راپورونو پر بنسټ چې یاد سازمان هم ورسره دا خبره منلې وه.

ټاکل شوې وه چې غلام اسحق زی د تېر سېپټمبر میاشتې په ۲۷ مه نېټه د ملګروملتونو په عمومي اسامبلۍ کې وینا وکړي، خو غونډې ته کم وخت پاتې و چې نوم یې د ویناوالو له نوملړه وایستل شو.

خبریاله انیسه شهید وايي د ملګرو ملتونو په مقر کې د افغانستان استازی نه و چې د دغه هېواد د خلکو ستونزې تر نړیوالو ورسوي.
خبریاله انیسه شهید وايي د ملګرو ملتونو په مقر کې د افغانستان استازی نه و چې د دغه هېواد د خلکو ستونزې تر نړیوالو ورسوي.

ښاغلي اسحق زي وروسته په خپله ټوېټر پانه ولیکل چې د افغانستان د ملي ګټو او په یاد سازمان کې یې د دغه هېواد د کُرسۍ د خوندیتوب لپاره په غونډه کې خپله وینا لغوه کړه.

خو له کله چې د ښاغلي اسحق زي د وینا په اړه له رسنیو خبرونه خپاره شوه، طالبانو په دې اړه تُندغبرګون وښود او ویې ویل، چې ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان د دایمي استازولۍ کرسۍ د دوی اساسي حق دی چې باید ورکړل شي.

د طالبانو حکومت له خپل اړخه ملګرو ملتونو سازمان ته په قطر کې د دوی د سیاسي دفتر مخکینی ویاند سهیل شاهین معرفی کړی دی، کوم چې تراوسه دا کُرسۍ نه ده ورکړل شوې.

ازادي راډیو هڅه وکړه څو په دې اړه د تازه خبرو لپاره له ښاغلي اسحق زي او شاهین دواړو سره وغږېږي، خو یو سره هم په اړیکه بریالۍ نه شوه.

خو د طالبانو د رسنیز ټیم غړي بلال کریمي وايي، دوی د مشروع نظام ټول اصول پوره کړي او ملګري ملتونه باید ورسره تعاملاتو ته چمتو شي: "د اسلامي امارت غوښتنه دا ده چې د نړۍ ملکونه خصوصاُ ملګري ملتونه دوی سره د یو مسوول جهت په توګه تعاملاتو ته چمتو شي، اسلامي امارت ټول هغه اصول چې د یو نظام د مشروعیت لپاره کافي بلل کېږي پوره کړي دي. د هېواد په ټوله اراضي بشپړ کنټرول لري، سرتاسري امنیت ټینګ شوی او یو ځواب ویونکی حکومت رامنځته شوی دی."

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د روان زېږدیز کال د سېپټمبرپه میاشت کې د افغانستان لپاره خپلې استازولۍ، یوناما ماموریت د شپږو میاشتو لپاره، یعنې د ۲۰۲۲ زېږدیز کال تر مارچ میاشتې پورې وغځوو او د یو هر اړخیز حکومت په جوړېدو یې ټینګار وکړ.

دغه شان یې، په خپله اعلامیه کې چې په دې تړاو خپره کړې وه ویلي وو چې افغانستان کې د ښځو، د بشر د حقونو د ملاتړو، ماشومانو او لږکیو له حفونو به خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

په دې منځ کې بیا عام افغانان چې حیران دي خپلې ستونزې د کوم استازي په وسیله د ملګرو ملتونو غړو هېوادونو ته انتقال کړي، په ټوله کې له دغه سازمان له چارواکو غواړي، نن، سبا چې دوی له ډېرو بدو ورځو سره مخ دي ورسره مرستې وکړي:

قدرت الله او حامد وايي: "له ملګروملتونو مې غوښتنه دا ده چې موږ سره دې په هره برخه کې مرسته وکړي، دا اوس ملت له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی، کار نشته د هرشي بیه لوړه شوې، موږ سره دې په خوراکي توکو او نورو برخو کې مرسته وکړي.

-افغانستان د نړیوالې ټولنې مرستو ته اړتیا لري، د دغه هېواد ۹۳ سلنه خلک د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي. د افغانستان خلک نن، سبا په ‌ډېر بد حالت کې دي."

دا غوښتنې په داسې حال مطرح کېږي چې ملګرو ملتونو مخکې تر دې، افغانانو ته د بشر دوستانو مرستو رسولو لپاره پر نړیوالو په څو ځلي غږ کړی دی.

دغه سازمان ویلي چې په افغانستان کې وچکالۍ او د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د نغدو پیسو او خوراکي موادو کمښت مرستو ته د اړو کسانو شمېر لا زیات کړی دی.

د ملګرو ملتونو سازمان د راپور له مخې، تر دې مخکې د جګړو او بې ځایه کېدو له امله د دغه هېواد نیمايي وګړي یعنې اتلس میلیونه کسان بېړنیو مرستو ته اړ وه چې اوس دا شمېره زیاته شوې.

دغه سازمان وړاندوینه کوي چې په افغانستان کې به ۹۷ سلنه خلک د بې وزلۍ تر کرښې لاندې راشي.

ملګروملتونو، په افغانستان کې د مېشتو افغانانو سره د مرستې په موخه د سېپټمبر په ۱۳ مه نېټه په جوړې شوې غونډه کې له نړیوالو له یو میلیارد ډالرو د زیاتو مرستو ژمنه ترلاسه کړه چې دا مهال افغانستان ته دا مرستې د لېږد په حال کې دي.

تازه، دغه سازمان د پنجشنبې په ورځ د افغانستان اوسېدونکو سره د ابادي په نوم خپل نوی پروګرام هم اعلان کړ چې پر بنسټ به یې د طالبانو د حکومت پرځای له بې وزلو او هم له زیان سره مخ کوچنیو سوداګرو سره نېغ په نېغه مرسته وشي.