شاته

پاکستاني پولیس: پولې ته څېرمه درې افغان داعشیان وژل شوي

واشنګټن - د پاکستان د ترهګرۍ ضد پولیس وايي، دوی ډیورنډ کرښې ته څېرمه هغه درې افغان ترهګر چې د داعش غړي وو د هغوي په پټنځي باندې په یو برید کې وژلي دي.

اې پي خبري رسنۍ لیکلي، دغه وسلواله نښته په پاکستان کې د تاوتریخوالي د وروستۍ څپې پر وخت رامنځ ته شوې په کومه کې چې ترهګر په افغانستان کې د طالبانو لخوا د واک له ترلاسه کولو وروسته غښتلي شوي.

د خیبر پښتونخوا ایالت د ترهګرۍ ضد پولیسو یو افسر جاوېد خان ویلي،‌ سهار وختي دغه برید په پېښور کې ترسره شوی.

یاد پولیس د پولیسو هغه ځانګړې څانګه ده چې له سیمیزو او نړیوالو ترهګرو ډلو سره جګړه کوي.

اې پي د خان له خولې لیکلي، چې وژل شوي ترهګر افغانان وو او د دوی د عملیاتو له امله د یو ممکنه ترهګریز برید مخه نیول شوې.

په پاکستان کې په دې وروستیو کلونو کې ګڼ ترهګریز بریدونه ترسره شوي چې د اکثرو پړه پاکستاني طالبانو او داعش منلې ده.

دواړه ډلې په افغانستان کې د طالبانو لخوا د واک له ترلاسه کولو وروسته غښتلې شوي، که څه هم داسې باور و چې پاکستاني ترهګرو ځانونه پټ ساتلي.

په ورته وخت کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د زیارت یا پنجشنبې په ورځ له یو پاکستاني پلاوي سره کابل ته سفر کړی تر څو له طالب چارواکو سره په یو شمېر مسلو خبرې وکړي.

کابل ته د پاکستاني پلاوی د سفر خبر د پېښور له برید څخه مخکې خپور شوی وو او دا لا څرګنده نه ده چې په دغې لیدنه کې به په دې اړه هم خبرې شوې وي او که نه؟