شاته

د افغانستان لپاره ملګرو ملتونو د مالي مرستو نوې طرحه

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د ژمي په موسم کې د اقتصادي سقوط د مخنیوي لپاره د مالي مرستو نوې طرحه جوړه کړې.

په نوې طرحې کې چې د ملګرو ملتونو د پرمختیا پروګرام جوړه کړې د افغانستان د حکومت سره چې اوس د طالبانو په لاس کې دی، د مالي مرستو پر ځای په مستقیمه توګه دغه مرستې د ملګرو ملتونو له خوا د ځانګړو پروګرامونو له لارې د بیوزلو افغانانو سره وشي.

د ملګرو ملتونو د پرمختیا د پروګرام (یو ان ډی پي) مشر آکیم شتاینر د نوې طرحې په هکله په ژنیو کې خبریالانو ته وویل، " مونږ نه یوازې دا چې یو هیواد او ملت د سیاسي ګډوډۍ په منځ کې ګیر وینو بلکې مونږ اقتصادي سقوط هم وینو. "

د ملګرو ملتونو د نوې طرحې له مخې مالي مرستې به په دریو لارو لګول کیږي. لومړی به دولتي کاري پروګرامونو ته نغدې پیسې ورکول کیږي.

دویم دا چې د وړو کاروبار لرونکو او هغوي چې تازه غواړي کاروبار پیل کړي، وړې مالې مرستې ورکول کیږي او دریم به د پاخه عمر او هغوي چې د خطر سره مخ دي، په موقتي توګه ورته معاش ورکول کیږي.

د اګست د میاشتې د نیمایي راپدیخوا چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسیدلي، دولتي مامورینو ته معاشونه ندي ورکړل شوي او په بانکونو کې هم نغدې پیسې مخ په خلاصیدو دي.

د افغانستان اقتصادي وضعیت پداسې حال کې د خطرناک وضعیت سره مخ دی چې له یوې خوا ډیری بهرنۍ خیریه مرستې بندې شوي، د خوراکي موادو بیې لوړې شوي او بې روزګاري هم ډیره شوې.

ملګري ملتونه ویره لري چې که وضعیت همداسې روان وي، ښایي ۹۷ په سلو کې افغانې کورنۍ د ۲۰۲۲ کال په سر یا نیمایي کې د لوږې له کرښې نه ټیتې شي.

ښاغلي شتاینر وویل چې د پلان شویو پروګرامونو په هکله د طالبانو سره هم خبرې شوي خو دا یې ندي ویلي چې آیا طالبانو ورسره هو کړې که نه.

کوم پروګرامونه چې د ملګرو ملتونو د پرمختیا پروګرام یې غواړي پدې نوې طرحې راونغاړي، د لومړنیو ۱۲ میاشتو لپاره پرې شاوخوا ۶۶۷ ملیونه امریکایي ډالر لګښت راځي او شاوخوا ۴.۵ میلیون کسانو ته رسیږي.

ملګرو ملتونو ویلي که مالي مرستې ورسره دوه چنده شي دوي به هم د دې کسانو شمیر دوه چنده ډیر کاندي.

جرمني ویلي چې دې پروګرام ته ۵۸ میلیونه ډالر ورکوي خو لا معلومه نده چې نور کوم هیوادونه به ورسره مرستې وکړي.