شاته

سکاټلنیډ او بنګلادیش د کرکټ نړیوال جام دویم پړاو ته لار ومونده

د کرکټ د نړیوال شل اوریز جام په لومړني پړاو کې په بي ګروپ کې سکاټلینډ د عمان لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره پخپل ګروپ کې لومړی مقام وګاټه او د لومړي ځل لپاره به د شلو شلو اورونو په نړیوال جام کې د کرکټ د نړیوالې شورا د بشپړ غړیو هیواونو سره سیالي کوي.

د عمان لوبډلې سکاټلینډ ته د ۱۲۲ منډو هدف ټاکلی و چې د لوبې د شپاړسم اور په وروستي توپ پداسې حال کې پوره شو چې د سکاټلینډ یوازې ۲ لوبغاړي سوځیدلي و.

په همدې ګروپ کې بله لوبډله بنګله دیش ده چې د آی سي سي د بشپړ غړیتوب سره سره یې ونشو کړی په مستقیمه توګه د نړیوال جام سیالیو ته ووځي او باید چې د اسوشیټید غړیو سره یې سیالي کړې وی. بنګله دیش په بي ګروپ کې دویم مقام وګاټه او پدې سره یې نړیوال جام ته لار پیدا کړه.

سکاټلینډ په ګروپ کې درې او بنګله دیش دوه لوبې وګټلې.

د کرکټ د نړیوال جام په دویم پړاو سیالیو کې به سکاټلینډ د افغانستان، هند، نیوزلینډ، پاکستان او یوې بلې لوبډلې په اول ګروپ کې وي چې تر اوسه یې برخلیک ندی معلوم.

د لومړي پړاو په الف ګروپ کې بیا د سریلانکا او آیرلنډ لوبډلې مخکې دي چې دواړه یې د کرکټ د نړیوالې شورا بشپړ غړي دي خو دوي هم د بنګله دیش په شان ونشو کړی چې په مستقیمه توګه د نړیوال جام سیالیو ته لار وموندي.

د ۲۰۲۱ کال د نړیوال جام سیالۍ په عربي متحده اماراتو او عمان کې کیږي. ټاکل شوې وه چې دا لوبې په هند کې وشي خو د کرونا د وبا خپریدو له کبله دا لوبې هلته ونشوې.

د نړیوال جام کوربه هند دی او دولس لوبډلې پکې د جام د ګټلو لپاره سیالۍ کوي.

افغانستان پخپلو تمریناتي لوبو کې یوه لوبه وګټله او یوه یې بایلوده. دا لوبې په ترتیب سره د جنوبي افریقا او ویسټ انډیز د لوبډلو سره وې.

  • 16x9 Image

    عاشق الله رحیمزوی

    عاشق الله رحیمزوی د ۲۰۰۹ میلادي کال راپدیخوا د امریکا غږ د افغانستان د څانګې سره د راډیو، ویب پاڼې او  تخنیک په برخې کښې همکاري کوي. نوموړی د خبرو اترو د خپرونې تر څنګ د ځوانانو د اوونیزې خپرونې کوربه هم دی.