شاته

طالبانو په کابل کې د ښځو د اعتراض د خبري پوښښ مخنیوی وکړ

طالبانو په کابل کې هغه خبریالان وهلي ډبولي چې د میرمنو د مظاهرو په هکله د راپور ورکولو لپاره سیمې ته ورغلي وو.

دا لومړي ځل ندی چې طالبان د خبریالانو سره ناوړه چلند کوي. په افغانستان کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په طالبانو انتقاد کړی چې د خبریالانو سره د تاوتریخوالي قضیې نه څېړې. دغې کمېټې په دې اړه د پاملرنې غوښتنه کړې ده.

طالبانو د دغو خبریالانو سره پداسې حال کې ناوړه چلند کړی چې د میرمنو یوې ډلې چې شمیر یې شاوخوا ۲۰ ته رسیده، نن سه شنبه اکټوبر ۲۱ (تلې۲۹) په کابل کې د پوهنې او اقتصاد وزارتونو په مخکې لاریون وکړ.

دغو میرمنو د طالبانو غوښتل چې "پوهنه مه سیاسي کوئ". هغوي همدرانګه په لوحو کې چې له ځانونو سره یې لیږدولې لیکلي وو، "مونږ د تعلیم او کار کولو حق نلرو". لاریون کوونکو همدارنګه د "بې روزګارۍ، فقر او لوږې" شعارونه د ځانونو سره لیږدول.

د فرانس پریس خبري اژانس یو خبریال وایي چې دا میرمنې د شاوخوا ۱ ساعت لپاره په آزاده توګه وګرځیدې او طالبانو هم څه ونه ویل خو وروسته یو طالب وسله وال یو بهرنی خبریال د ټوپک په کنداغ وواهه. نورو طالبانو بیا دا خبریال په سوکانو او لغتو وواهه.

عیني شاهدان وایي چې طالبانو وروسته تر هغه چې خبریالان سره خواره واره شول، هغوي یې په سوکانو ووهل.

د زهرا محمدي په نامه یوه میرمن چې نننی لاریون یې تنظیم کړی و، د فرانس پریس خبري اژانس ته وویل، " حالت داسې دی چې طالبان هیڅ شي ته درناوی نکوي. هغوي د خبریالانو، بهرنیانو او ځایي خلکو او یا میرمنو درناوی نکوي. د نجونو لپاره باید ښوونځي پرانیستي وي خو طالبانو زمونږ نه دا حق هم اخیستی. "

څه باندې یوه میاشت کیږي چې په افغانستان کې د نجونو لیسې بندې دي او د اګست د میاشتې راپدیخوا چې طالبان واک ته رسیدلي، ډيرې میرمنې هم ندي کار ته ستنیدو ته ندي پریښودل شوي.

میرمن محمدي په ټولو نجواو میرمنو غږ وکړ چې د طالبانو دې نه ډاریږي. هغې وویل، "حتی که کورنۍ مو اجازه هم نه درکوي، له کورونو رابهر شئ، ډاریږئ مه. سرښندنې ورکړئ او خپلو حقونو لپاره مبارزه وکړئ. "