شاته

لا هم ډېری ولایتونو کې له ۶م ټولګي پورته د ښځینه زده کوونکو پرمخ ښوونځي تړلي

د پلازمېنې کابل په ګډون په ډېری ولایتونو کې لا هم له شپږم ټولګي پورته د ښځینه زده کوونکو پرمخ د ښوونځیو دروازې تړلي دي.

یو شمېر افغان زده کوونکې وایي، ښوونځیو ته نه تګ سخت خواشینې کړي او د یو ناڅرګند برخلیک له امله اندېښمنې دي.

د دغو زده کوونکو کورنۍ بیا له طالبانو غواړي چې ژر تر ژره دې د ټولو ښځینه زده کوونکو پرمخ د ښوونځیو دروازې پرانیزي.

شبنم د کندهار ولایت اوسېدونکې او د لسم ټولګي زده کوونکې ده، نوموړې اوس خپل هغه درسونه چې مخکې به یې ښوونځي کې ویل، په کور کې وایي.

شبنم ازادي راډیو سره خبرو کې اندېښنه وښوده چې لا یې هم ښوونځي ته د تګ اجازه نه ده ورته شوې او له یوه نامعلوم برخلیک سره مخ ده: "زموږ غوښتنه دا ده چې د ښځینه او نارینه ترمنځ باید په دې برخه کې توپیر ونه شي، درسونه مو بېرته د پخوا په شان پیل شي، ځکه تعلیم د نارینه او ښځینه وو دواړو حق او فرض دی، هیله ده چې زموږ راتلونکي په اړه دې پام وشي، همداسې بې برخلیکه پاتې نه شو، ځکه په یو ګل نه پسرلی کېږي، که موږ همداسې له درسونو پاتې شو افغانستان به له سیالانو سره هېڅ کله هم سیال نه شي."

شبنم وایي، د کورنۍ نور کوچني غړي یې چې تر شپږمو ټولګیو کې هم دي، په سمه توګه درس نه شي ویلي ځکه په خبره یې د ډېریو ښوونکو تنخواګانې بندې دي او د دوی په شان ښځینه ښوونکې یې هم ښوونځیو ته د تګ اجازه نه لري چې له دې امله د هغو ماشومانو زده کړې هم ټکنۍ شوي دي.

د کابل ښار یوه اوسېدونکې او د الفتحې لېسې زده کوونکې مرسل بیا وایي چې د دې او خویندو دومره موده زده کړو لپاره د پلار او مور زیارونه یې له صفر سره مخ کېږي.

مرسل وایي، په ډېرو هیلو یې خویندو او دې تر اتم یا لسم ټولګیو زده کړې وکړې، خو اوس یې نامعلوم برخلیک او له تعلیمه بې برخې ګرځول ځوروي: "دوه خویندې مې تل ژاړي، خپل ښوونځی او درسونه ډېر یادوي، اوس مهال موږ ټول همداسې بې برخلیکه پاتې یو، مور او پلار چې څو کلونو راهیسې د خپلو اولادونو لپاره دوامداره زحمتونه کاږلي چې اولادونو باندې زده کړې وکړي، اوس د دوی دا ټول تکلیفونه او زحمتونه هم د طالبانو په راتګ سره بې ځایه شول."

نه یوازې دا ښځینه زده کوونکې بلکې د هغوی کورنۍ هم د خپلو لوڼو، خویندو او د کورنۍ نورو ښځینه غړو لپاره اندېښمنې دي.

سعیدالله سلام چې د درې خویندو ورور دی وايي، ده خپله کورنۍ او دا درې خویندې یې له غزني ولایت نه ځکه راکډه کړې چې په ښار کې یې خویندې ښوونځیو ته ولاړې شي او زده کړې وکړي، خو په خبره یې طالبانو کابل کې هم دا نعمت پرې ودراوو: "مخکې خو مو دا تمه چې که په غزني، زابل، کندهار یا نورو ولایتونو او لېرې پرتو سیمو کې ښوونځي نشته، خو په ښار کې یا په کابل کې خو شته، اوس نو د افغان تعلیمي نصاب چېرې تعقیب کړو؟ اوس خو په ټول افغانستان کې ښوونځي تړلي دي، که طالبان د نجونو انساني او اساسي حقونو ته ژمن دي او د نړۍ نږدې دوه میلیارډه مسلمانان- مسلمانان بولي نو هماغه ډول چلند دې وکړي لکه څنګه چې په قطر، ایران، سعودي او اسلام اباد کې کېږي."

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو نږدې یوې نیمې میاشتې راپه دېخوا ګڼ شمېر ټولیزو، مدني او د زده کړو د برخې فعالینو د نجونو د تعلیم او ښوونځیو او پوهنتونو د بېرته پیل لپاره بېلابېل فعالیتونه او کمپاینونه پیل کړي دي.

مطیع الله ویسا چې له کلونو د ماشومانو د زده کړو برخه کې بېلابېلو رضاکاره فعالیت کوي وایي، اوس یې یوازې د خپلو فعالیتونو ډېری برخه د نجونو د زده کړو بېرته پیل لپاره کمپاینونو ته ځانګړې کړې ده.

دی هم پر طالبانو غږ کوي چې نجونې دې له تعلیم او تحصیله نه بې برخې کوي: "نن ۳۳مه ورځ ده چې د افغانستان په زیاتو ولایتونو کې له شپږم تر دولسم پورې د نجونو ښوونځي بند پاتې دي، ټول په یو غږ له طالبانو غواړو چې ژر تر ژره دې د نجونو پر مخ ښوونځي پرانېزي، تعلیم د نجونو او هلکانو انساني، بشري او اسلامي حق دی."

ازادي راډیو هڅه وکړه، څو په دې اړه د طالبانو نظر هم واخلي، خو د دوی په مشرۍ د حکومت د رسنیز ټیم او فرهنګي کمېسیون غړو یې پوښتنې ځواب نه کړې، خو وړاندې د دغې ډلې مشرانو ویلي وو چې دې برخه کې پر یو طرز العمل کار کوي، خو لا د دغه طرزالعمل د جوړېدو په اړه کوم څرک نه لیدل کېږي.

د افغان ښځینه زده کوونکو او د پوهنتونونو د ښځینه محصلیو د زده کړو د بندېدو په اړه په ځلونو نړیوالو هم غبرګونونه ښودلي دي.

د ماشومانو د ملاتړ نړیوال صندوق یونیسف چارواکو په یو ټویټ کې ټینګار کړی چې د ټولو افغان زده کوونکو زده کړې دې پیل شي ځکه په خبره یې په میلیونونه افغان ماشومان لا مخکې هم د جګړو او کرونا ویروس له امله له زده کړو بې برخې وو.

دوه ورځې وړاندې د ماشومانو د حقونو د ملاتړ او خوندیتوب نړیوالې ادارې یا "سېف دې چلډرن" هم په یو خپور شوي بیان کې اندېښنه ښودلې چې د نجونو د ښوونځیو د بندیدو له امله ان یو شمېر هلکان هم ښوونځیو ته د خپل خویندو د نه تګ له امله د اعتراض په توګه ښوونځو ته نه ځي چې په خبره یې دا د افغانستان د ښوونیز نظام لپاره ستره ضربه ده.