شاته

سپینه ماڼۍ د پنځو نه تر ۱۱کلنو ماشومانو واکسین کولو ته تیاری نیسي

سپینه ماڼۍ وایي د متحده ایالاتو د امراضو د وقایي او مخنیوي مرکز د تائید سره سم به د ۵-۱۱کالو ماشومانو ته به د کروناویروس ضد واکسین کولو لړۍ پیل شي.

سپینې ماڼۍ د چهارشنبې په ورځ اکتوبر ۲۰ (تلې ۲۸) یو پروګرام وړاندې کړ چې له مخې یې په ټوله امریکا کې د ماشومانو د روغتونونو په څه دپاسه ۱۰۰سیستمونو، ، د ډاکترانو په معاینه خانو، درملتونونو او په پای کې په ښوونځیو کې د واکسیناسیون د کلینیکونو په جوړولو کار روان دی.

د سپینې ماڼۍ په یو بیان کې راغلي چې که د فایزر او بیوان تک واکسین د پنځو نه تر ۱۱کالو عمر لرونکو ماشومانو د واکسین کولو تائید ترلاسه کړي، دغه اداره به ډاډ ترلاسه کړي چې واکسین "په چټکه توزیع شي او په ټول هیواد کې په مساوي ډول کورنیو ته وړاندې شي".

د متحده ایالاتو د درملو او خوراکي توکیو اداره د فایزر- بیوان‌تک شرکت وړاندیز ارزوي د پنځو نه تر ۱۱کالو عمر لرونکو ماشومانو ته دغه دوه ډوزه واکسین کول تائید کړي او ټاکل شوې چې ددې ادارې مشاورین د اکتوبر په ۲۶پدې هکله خپله وروستۍ رایه ورکړي.

ددې ادارې له منظورۍ وروسته به د متحده ایالاتو د امراضو د کنترول او مخنیوي اداره د نومبر په دوهمه او دریمه ددې واکسین د سپارښتنو په هکله غور وکړي.

سپینې ماڼۍ وویل: "مونږ به د امراضو د کنترول او وقایي مرکز د وروستۍ سپارښتنې وروسته تیار اوسو چې د واکسین بهیر پیل کړو."

د تائید په صورت کې به په امریکا ۲۸میلیون ماشومان دغه واکسین ترلاسه کړي. که څه هم چې ماشومان د لویانو په پرتله لږ د کوویډ۱۹ناروغۍ له خطر سره مخامخ دي، خو پدې وروستیو کې یو شمیر ماشومان د دلتا ډوله کوویډ ناروغۍ له امله په روغتونونو کې بستر شوي دي.

د یو بل رپوټ له مخې د بل او ملیندا ګیټس بنسټ د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې ۱۲۰ میلیون ډالر د کروناویروس د (Merck & Co) له لورې د جوړو شویو تابلیټونو په جینیریک ډول درملو جوړولو ته ځانګړي کړي دي چې په کم عاید لرونکو هیوادونو کې دغه درملو ته د لاسرسي شرایط برابر شي.

د ګیټس بنسټ رئیسې ملیندا فرنچ ګیټس، وویل: "دغې وبا ته د پای ټکي ایښودلو لپاره مونږ باید ډاډمن شو چې ټول، پرته له دې چې د نړۍ په کوم ګوټ کې ژوند کوي [ددې بیمارۍ نه] د خلاصون صحي محصولاتو ته لاسرسی ولري."

د یوې کلینیکي ازموینې لومړنیو نتیجو ښودلې چې د مرک Merck په نامه درمل چې خوړل کیږي، که د ناروغۍ په لومړیو کې استعمال شي کولای شي په کروناویروس د اخته کیدو جدي خطر او ددې ناروغۍ له وجې د مړینو کچه نیمایي ته راکمه کړي