شاته

افغانستان کې د کرونا ویروس د څلورمې څپې د خپرېدو د احتمال په اړه اندېښنې

په افغانستان کې وروستیو تحولاتو کرونا ویروس له خلکو هېر کړی، په داسې حال کې چې تر اوسه د 'کووېډ-۱۹' د ناروغانو د درملنې مرکزونه په دې ویرویس له اخته ناروغانو ډک دي.

د افغان جاپان دولتي روغتون کوم چې په کرونا ویرویس اخته ناروغانو درملنه په‌کې کېږي، سرطبیب طارق احمد اکبري ازادي راډيو ته وویل، همدا اوس په دغه ویروس اخته ۶۱ ناروغان په دې مرکز کې بستر دي، خو دوی د بودجې د کمښت له وجې درمل، د اکسیجن ډبې او خواړه خپلو ناروغانو ته نه‌شي رسولی.

ښاغلی اکبري همدا ډول په هېواد کې د کرونا ویروس د څلورمې څپې خپرېدو د احتمال په اړه هم اندېښنه ښيي.

دی زیاتوي: "که د کرونا څلورمه څپه راځي او کارکوونکي په دې وضعیت کې د پخوا غوندې خدمات وړاندې نه‌کړي، د دې احتمال شته چې روغتون وتړل شي، له ټولو کورنیو او نړیوالو بنسټونو څخه غواړو چې له دې روغتون سره مرسته وکړي چې ونه‌تړل شي، ځکه دا یوازنی روغتون دی چې د ټولو ولایتونو ناروغان په‌کې تداوي کېږي او یوازنی روغتون دی چې وړیا خدمات وړاندې کوي."

ارشیف، د کابل په یوه روغتون کې په کرونا ویروس اخته ناروغه
ارشیف، د کابل په یوه روغتون کې په کرونا ویروس اخته ناروغه

د افغان جاپان روغتون ترڅنګ د ځینو نورو روغتونونو کارکوونکي هم وايي چې له تېرو درېیو میاشتو راهیسې یې خپل میاشتني حقوق نه‌دي ترلاسه کړي او د روغتونونو د تجهیز او د ناروغانو د درملنې لپاره بودجه نه‌لري.

یوه اوونۍ وړاندې د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د کرونا ویروس د خپرېدو او د شته واکسین د ضایع کېدو خبر ورکړی و. دې سازمان ویلي و چې په افغانستان کې ۱،۶ ملیون دوزه واکسین شته چې که ژر استفاده ترې ونه‌شي، ضایع به شي.

وموغوښتل د کرونا ویروس د مبارزې د څرنګوالي او د واکسین د تطبیق په اړه د طالبانو د حکومت نظر هم ولرو، خو له ډېرو هڅو سره سره هم د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدماتو د عرضې معین عبدالباري عمر او د دې ډلې د مطبوعاتو د دفتر غړی بلال کریمي حاضر نه‌شول چې د ازادي راډیو پوښتنې ځواب کړي.

خو له دې مخکې طالبانو ویلي و چې د عامې روغتیا وزارت د واکسین د تطبیق لپاره ځانګړي پلانونه لري او د اړتیا په وخت کې به عملي شي. هغوی ډاډ ورکړی و چې د واکسین د ضایع کېدو مخه به نیسي.

د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو پر اساس د طالبانو د حکومت له راتګ سره په افغانستان کې د کرونا ضد د واکسین تطبیق او په دې ویروس د اخته ناروغانو د شمېر د ثبت لړۍ درېدلې ده.

افغانستان کې د کرونا ویروس د تطبیق لړۍ
افغانستان کې د کرونا ویروس د تطبیق لړۍ

په تېرو دوو میاشتو کې چې طالبان واک ته رسېدلي، په کرونا ویروس د اخته کسانو د شمېر او یا هم د واکسین د تطبیق په اړه هېڅ معلومات د طالبانو د عامې روغتیا وزارت له‌خوا نه‌دي خپاره شوي.

د روغتیا نړیوال سازمان د وروستیو معلوماتو په اساس چې د دوشنبې په ورځ خپاره شوي، ښيي چې د کرونا ویروس له پیله تر اوسه ۱۵۵ زره او ۷۶۳ کسان په دې ویروس اخته شوي چې په دوی کې ۷،۲۴۳ تنه‌یې مړه شوي دي.