شاته

په کوټه کې د بم په حمله کې یو پولیس عسکر وژل شوی 

په کوټه کې د ګل، دوشنبې، په ورځ د پولیس په ټرک د بم په حمله کې یو پولیس عسکر ووژل شو او 17 نور کسان زخمیان شول.

دغه چاودنه د مازديګر په مهال د کوټې په سریاب روډ د بلوچستان پوهنتون د دروازې مخې ته وشوه۔

د بلوچستان حکومت ویاند لیاقت شاھواني د چاودنې غندنه وکړ‎ه او ویې وېل په دې کې یو پولیس مړ‎ او د اووه نورو پولیسو په ګډون ولس تنه ټپیان شوي دي.

ښاغلي شاهواني وویل د پولیس ټرک په یو موټر سایکل پورې تړل شوي بم په هدف کړی شو.

شاھواني پر خپل ټویټر داسي لیکلي: “د بلوچستان پوهنتون په دروازه د امنیت لپارہ ګومارل شوو پولیس ځواک لارۍ په یوه موټرسایکل کې ځای پر ځای شوي چاودیدونکي توکي سره ټکر شوې چې يو پوليس سرتیری پکي وژل شوی د ۷ نورو سرتیرو په ګډون اولس تنه ټپيان شوي”۔

وایي په روغتونونو کې بېړ‎نیز حالت اعلان شوی دی۔

شاھواني زیاته کړ‎ې“هغه کسان چې په پیښه کې ککړ‎ دي وبه ونیول شي او عدالت ته به راوستل شي”۔

پوليس وايي د پېښې له ځایه شواهد او نور مالومات راټولوي۔

چاودنه په داسې حال کې شوې چې د پوهنتون مخې ته د بلوڅ يکجهتي کونسل او د بلوڅ زدکونکو سازمان بي ایس او احتجاج دوام درلود. دغه احتجاج د هوشاب په سيمه کې د دوو ماشومانو د وژنې پرضد کېدلو.

د چارواکو په وېنا د چاودنې ټپیان د کوټې و سول او پوځي روغتون “سي ایم ایچ” ته لېږ‎دول شوي.

د رپورټ د جوړ‎ولو تر وخته د د پېښې زمه واري کوم تنظیم ندہ منلې۔

د بلوچستان اعلا وزیر جام کمال د پېښې تحقیقاتي رپورټ طلب کړ‎ی او دپیښې تر شا یې د تخریب کونکو قوتونو لاس بللی۔

د جام کمال په نامه جاري کړ‎ل شوي سرکاري بیان کې ویل شوي چې تخریب کونکي د صوبې امن خرابول غواړ‎ي خو په بیان کې لیکل شوي چې ھغه به په خپل مرام کې کله ھم کامیابه نشي۔

د بلوچستان ګورنر سید ظهور احمد اغا د پولیسو پر ګاډي بمي برید په کلکه غندلی او په جاري کړ‎ل شوي سرکاري بیان کې ویل شوي چې د قانون پلي کونکې ادارې دې په پېښه کې ککړ‎ خلک ژر تر ژره ونیسي او د قانون منګولو ته دې وسپارل شي۔

د بلوچستان ګورنر و ټولو ټپيانو ته د سمدستي طبي اسانتیاو برابرولو امر کړ‎ی۔

حکومتي او امنیتي چارواکي په بلوچستان کې د تشدد ذمه وار مسلح بېلتون خوښې بلوڅ ډلې بولي خو په ورستۍ موده کې داعش وسله والې ډلې هم په صوبه کې د ځینو حملو مسولیت منلی دی.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.