شاته

صادق: افغان محصلين چې ویزې لري کولی شي چې پاکستان ته لاړ شي

د افغانستان دپاره د پاکستان ځانګړي استازي ویلي، هغه افغان محصلين چې په پاکستان کې زده کړې کوي په افغانستان کې ایسار پاتې دي او ويزې لري دوی کولی شي چې پاکستان ته لاړ شي.

محمد صادق په ټويټر ویلي،

"ټول هغه افغان محصلین چې د پاکستان پوهنتونو او کالجونو کي داخلي او تحصیلي ویزې ولري کولي شي چي تورخم پولې له لارې پاکستان ته لاړ شي. موږ دوی ټولو ته روښانه راتلونکی غواړو او هیله لرو چې دوی به خپل هیواد ته خدمت وکړي".

د افغانستان دپاره د پاکستان ځانګړي استازي دغه خبره په داسې حال کې کړې چې په 15 اګست د طالبانو په افغانستان کې په واک کې د راتلو وروسته پاکستان د افغانانو دپاره پولې تړلې وې.

خو پاکستان د افغانستان نه هغو کسانو ته لار ورکړې وه چې پکې امریکايان او بهرني وګړي شامل وو، دا هغه کسان وو چې امریکا د افغانستان نه خلک ويستل د پاکستان د لارې کسان ويستل شوي وو.

د جولايۍ په میاشت کې پاکستاني چارواکو وي او اې ډيوه ته ويلي وو دا وخت په پاکستان کې 3000 افغان زده کوونکي په مختلفو تعلیمي ادارو کې زده کړې ترسره کوي.

په وروستیو کې د پاکستان د کورنیو چارو وزير شېخ رشيد ویلي افغانانو ته انلاين يا د انټرنېټ د لارې د ويزو ورکولو اسانتیاوې برابروي.

د شېخ رشيد په وېنا د 15 اګست نه وروسته د افغانستان نه 20 زره کسان پاکستان ته راغلي وو.